اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې اوبه ذخيره كولو له كوچني ډېمونه جوړول سباؤن لپاره مهم دي٬ د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره بېړني اقدامات ضروري دي٬ د ماحولياتي بدلون په ضد جنګ د وېټ لېنډ تحفظ د لارې ګټلے كېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په کنارہ پارک جناح روډ بنی ګاله …
د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره بېړني اقدامات ضروري دي: مصدق ملك
اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې اوبه ذخيره كولو له كوچني ډېمونه جوړول سباؤن لپاره مهم دي٬ د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره بېړني اقدامات ضروري دي٬ د ماحولياتي بدلون په ضد جنګ د وېټ لېنډ تحفظ د لارې ګټلے كېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په کنارہ پارک جناح روډ بنی ګاله اسلام آباد كښې د ورلډ ویټ لېنډز ډے دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل كاربن ختمولو له به مونږ له د اونو او د اوبو په غاړه د ویټ لېنډ(دلدلی زمكې) تحفظ كول وي۔ دا ووئيل دا يوازې اوبه ٬ جھيلونه ٬ او كشتۍ نه بلكې د لكھونو په شمېر خلكو د روزګار سرچينې دي۔ وسائل 99 فیصد اولس لپاره دي٬ يوازې اشرافيه لپاره نه دي۔ ده ووئيل اونې پرېكول يوازې ماحول ته نه بلكې د عام وګړي معيشت ته زيان رسول دي۔ ده ووئيل اونې او وېټ لېنډ تر ټولو لوے قدرتي كاربن سنكس دي۔ ده ووئيل د ګلېشیئرز ويلې كېدل قدرتي آفتونه رامخې ته كوي٬ د وېټ لېنډ تحفظ د لارې د ګلوبل وارمنګ مؤثره مخنيوې كېدې شي۔ده ووئيل د ماحولياتي بدلون په ضد جنګ د وېټ لېنډ تحفظ د لارې ګټلے كېدے شي۔ ده ووئيل مونږ بايد په خپلو كورونو او محلو كښې هم د صفايۍ خاص خيال وساتؤ۔ ده وئيل فضائي او آبي آلودګي د موجوده دور تر ټولو لويې مسئلې دي۔ ده ووئيل اوبه ذخيره كولو له كوچني ډېمونه جوړول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل محفوظ سباؤن له به مونږ له په آلودګۍ قابو موندل وي۔ ده ووئيل په ماحولياتي بدلون قابو موندلو له بېړني اقدامات ضروري دي












