حکومت تل پاتے اقتصادي استحکام ترلاسه كولو لپاره په جامع، ګڼ اړخيزه اصلاحاتي پروګرام په تندۍ سره عمل كوي٬ وزيراعظم شهباز شريف سره د نړيوال بينك ګروپ صدر اجے بنګا وليدل

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پاكستان سره د نړيوال بېنك ګروپ د اوږدې مودې همكارۍ او پرمختيائي ترجيحاتو ته د ودې وركولو عزم ستائنه كولو سره وئيلي دي چې حکومت تل پاتے اقتصادي استحکام ترلاسه كولو لپاره په جامع، ګڼ اړخيزه اصلاحاتي پروګرام په تندۍ سره عمل كوي، په اقتصادي پرمختګ او اصلاحاتي عمل كښې د نړيوال بېنك ګروپ معاونت ته په درنه سترګه ګورو۔ …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پاكستان سره د نړيوال بېنك ګروپ د اوږدې مودې همكارۍ او پرمختيائي ترجيحاتو ته د ودې وركولو عزم ستائنه كولو سره وئيلي دي چې حکومت تل پاتے اقتصادي استحکام ترلاسه كولو لپاره په جامع، ګڼ اړخيزه اصلاحاتي پروګرام په تندۍ سره عمل كوي، په اقتصادي پرمختګ او اصلاحاتي عمل كښې د نړيوال بېنك ګروپ معاونت ته په درنه سترګه ګورو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال بېنك ګروپ صدر اجے بنګا سره په خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ دوي سره ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د صدر په حېث د اجے بنګا د پاكستان په وړومبۍ سركاري دوره د دوي هركلے وكړو۔ وزيراعظم پاکستان سره د نړيوال بېنك ګروپ د اوږدې مودې همكارۍ او پرمختيائي ترجيحاتو ته د ودې وركولو عزم ستائلو سره په خاص توګه د نړيوال بنك ګروپ كنټري پارټنرشپ فرېم ورك (سڅ پي اېف) لاندې مرسته د ستائنه وړ وګرځوله۔ وزيراعظم د نړيوال بېنك ګروپ لا مؤثر پرمختيائي همكار جوړولو كښې د اجے بنګا د قيادت ستائنه هم وكړه۔ وزيراعظم ووئيل حکومت تل پاتې اقتصادي استحکام ترلاسه كولو لپاره په جامع، ګڼ اړخيزه او د هېواد ضرورتونو له مخې په اصلاحاتي پروګرام په تندۍ سره عمل كوي۔ وزيراعظم مضبوط انفراسټرکچر، زرعي کاروبار، ډيجيټل ترقي، توان، انساني وسائل، مالياتي اصلاحات، د روزګار موقعې او په نجي سرمايه کارۍ كښې اضافې لپاره د نړيوال بېنك ګروپ د معاونت هم ستائنه وكړه۔ وزيراعظم او اجے بنګا په دې خبره زور راوړو چې کنټري پارټنرشپ فريم ورك سره په همكارا ترجيحاتو تند رفتارۍ سره عملدرآمد او موثر نګراني دې باوري كړې شي دغسې چې په وخت او په لويه كچه نتيجې ترلاسه كړې شي٬ دا اقدامات به په پرمختيائي منصوبو كښې د عملدرامد خنډانو ختمولو لپاره د وزيراعظم د وژن په بشپړولو كښې مرستيال ثابت شي۔ وزيراعظم د دې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت په داسې جامع انتظامي اصلاحاتو عمل كوي كوم چې په روزګار اډانه اقتصادي ترقۍ ته وده وركړي او د سرمايه كارو باور قوي كړي۔ د نړيوال بينك ګروپ صدر اجے بنګا په پاکستان كښې د تود هركلي او په مېلمستيا د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده د حکومت د جاري اصلاحاتي هلو ځلو ستائنه وكړه او د “ون ورلډ بينك ګروپ” له مخې مرسته لا پياوړې كولو لپاره يۍ د عزم پخلے وكړو۔ ده زياته كړه چې د حکومت د اصلاحاتي ايجنډې هدفونه ترلاسه كولو لپاره پرمختيائي شراکت دارو سره نزدې همكارۍ سره سره د نجي وسائلو موثر استعمال كښې اضافه ضروري ده۔