اسلام آباد۔2فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د معاشي استحكام ٬ د زر مبادله پنګې پياوړې كولو او د سرمايه كارانو باور زياتولو له د حكومتي عزم پخلې وكړو۔ دا خبره ده د وافي انرجي پاكستان لمېټېډ پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه كوم چې په راروانو دوه درې كلونو كښې په پاكستان كښې تر 100 ملین امریکائي ډالرو سرمايه كارۍ كولو پلو اشاره وكړه۔ …
د خزانې وفاقي وزير د معاشي استحكام ٬ د زر مبادله پنګې پياوړې كولو او د سرمايه كارانو باور زياتولو له د حكومتي عزم پخلې ٬ د وافي انرجي پاكستان لخوا تر 100 ملين ډالر سرمايه كارۍ كولو پلو اشاره
اسلام آباد۔2فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د معاشي استحكام ٬ د زر مبادله پنګې پياوړې كولو او د سرمايه كارانو باور زياتولو له د حكومتي عزم پخلې وكړو۔ دا خبره ده د وافي انرجي پاكستان لمېټېډ پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه كوم چې په راروانو دوه درې كلونو كښې په پاكستان كښې تر 100 ملین امریکائي ډالرو سرمايه كارۍ كولو پلو اشاره وكړه۔ دا ملاقات د خزانې په وزارت كښې وشو په كوم كښې چې د وافی انرجی پاکستان لمېټډ پلاوي مشري د فنانس آفیسر، اسیاډ ګروپ (بورډ ممبر)، وافی انرجی پاکستان لمېټډ چيف جاوېد اختر وكړه۔ په پلاوي كښې زبېر شېخ، چیف اېګزېکټو آفیسر، او ضرار محمود، چیف فنانس آفیسر، وافی انرجی پاکستان لمېټډ هم شامل و۔ د ملاقات په مهال د كمپنۍ د روانو فعاليتونو ٬ په سباؤن كښې د سرمايه كارۍ امكاناتو او د آئل ماركيټنګ او توان څانګې سره د اړوندو چارو جاج واغستے شو۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل تلپاتې معاشي استحكام د حكومت د اقتصادي تګلارې بنيادي ستنه ده او د سرمايه كارو باور لپاره ضروري دے۔ د ملاقات په مهال په پبلک پرائیوېټ پارټنرشپ ماډلز او اسټركچرډ فنانس هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي وفاقي وزير خر كړو چې د بهتر معاشي استحكام له امله وافی انرجی پاکستان لمېټډ ته په خپل آپرېشنز بهترۍ څخه ګټه ترلاسه شوې ده او كمپني په راروانو كلونو كښې د خپل ريټېل او سټورېج صلاحيت زياتولو اراده لري۔ پلاوي د پاكستاني معيشت په سباؤن باور څرګندولو سره ووئيل چې په نړيواله او سيمه ايزه كچه په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښې خوښي سوا كيږي۔ پلاوي ووئيل وافی انرجی پاکستان لمېټډ په ګرد هېواد كښې يو پراخه ریټېل نېټ ورک چلوي۔ پلاوي زياته كړه چې كمپني په رارونو دوه څخه درې كلونو كښې ریټیل نېټ ورک او اسټورېج صلاحیت كښې پراختيا لپاره تر 100 ملین امریكائي ډالرو په سرمايه كارۍ غور كوي۔ پلاوي ځينې مالي او ټېكس سره اړوندو نكتو ته اشاره كولو سره د ښكاره او مستقل پالېسي فرېم ورك په حاجت زور راوړو دغسې چې كاروباري منصوبه بندۍ او د سرمايه كارۍ باور ته وده وركړې شي۔ پلاوي د حكومت او د صنعت ترمينځه پرله پسې مشاورت اصلاحات او د سرمايه كارۍ هدفونه ترلاسه كولو له ګټور وګرځولو۔ وفاقی وزیر پلاوي ته باور وركړو چې د ملاقات په مهال په پورته كړې شوو نكتو به په مناسب اداره جاتي فورمز غور كولے شي دغسې چې د اوږدې مودې پرمختګ او د سرمايه كارانو باور لا مستحكم كړے شي












