امن وامان لپاره د صوبائي حكومت هڅې لا زياتولو ته اړتيا ده، د وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سره په ملاقات كښې خبرې٬ د صوبې د اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د وفاقي او صوبائي حکومت ترمينځه په مرسته زور

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا د اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د وفاقي او صوبائي حکومت ترمېنځه په مرسته زور راوړولو سره وئيلي دي چې امن وامان لپاره د صوبائي حكومت هڅې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهېل آپريدي د ګل په ورځ ليدلي …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا د اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د وفاقي او صوبائي حکومت ترمېنځه په مرسته زور راوړولو سره وئيلي دي چې امن وامان لپاره د صوبائي حكومت هڅې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهېل آپريدي د ګل په ورځ ليدلي چې پكښې وزيراعظم د صوبې د اولس ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د وفاقي او صوبائي حکومت ترمېنځه په مرسته زور راوړې٬ ده په صوبه كښې امن و امان لپاره د وفاقي او صوبائي حکومت مرسته ضروري ګرځولو سره ووئيل چې امن وامان لپاره د صوبائي حكومت هڅې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل صوبائي حکومت دې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره صوبائي ادارې مضبوطې كړي۔ ده ووئيل چې وفاقي او صوبائي حکومت به د ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره مشتركه هڅې جاري ساتي۔ په خېبر پښتونخوا كښې امن و امان او د اولس خېرښګړې لپاره بايد صوبائي حکومت خپله آئيني ذمه داري ترسره كړي۔ وزيراعظم ووئيل صوبائي حکومت اختيارمند دے٬ د صحت او تعليم په لړ كښې دې د صوبې اولس لپاره اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حکومت د صوبې د اولس بهترۍ لپاره عمر له هڅې كوي٬ خېبر پښتونخوا د وفاق يوه اهمه اكائي ده، د صوبې د اولس خوشحالۍ لپاره به وفاقي حکومت د خپل دائره اختيار له مخې بشپړه هلې ځلې جاري ساتي۔ وزيراعظم قامي ترقۍ او اولسي خدمت لپاره د وفاق او صوبو ترمېنځه نزدې او مؤثر تړون ضروري ګرځولو سره په صوبه كښې د پرمختيائي منصوبو، بنيادي ډھانچې بهترۍ، تعليم، صحت او د روزګار موقعې زياتولو لپاره د وفاقي دائره کار له مخې د مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل چې وفاقي حکومت ټولو صوبو سره په ګډه د كار كولو او د ترقۍ په يو ډول وژن عمل كوي۔ مشاورت او همكارۍ سره د مي وحدت٬ استحکام او د خوشحالۍ هدفونه په موثره ډول ترلاسه كېدې شي۔