د كمبوډيا حكومت لخوا د سيد يوسف رضا ګيلاني تود هركلے

اسلام آباد 02 فروري(اے پي پي)د كمبوډيا حكومت د پاكستان د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د هغه د سركاري دورې په پېل تود هركلے كړے۔ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د كمبوډيا پايه تخت نوم پنه مهمې سترې لارې او اولسي ځايونه د پاكستان قومي بيرغونو سره ښائسته كړې شول او د سينيټ چيئرمېن په نامه او منصب مشتمل د هركلي …

اسلام آباد 02 فروري(اے پي پي)د كمبوډيا حكومت د پاكستان د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د هغه د سركاري دورې په پېل تود هركلے كړے۔ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د كمبوډيا پايه تخت نوم پنه مهمې سترې لارې او اولسي ځايونه د پاكستان قومي بيرغونو سره ښائسته كړې شول او د سينيټ چيئرمېن په نامه او منصب مشتمل د هركلي بينرز ولګولې شوو۔ دا ټول انتظامات د كمبوډين چارواكو د هركلي سركاري كمېټۍ په مرسته كړي كوم چې د دې دورې اهميت او د پاكستان كمبوډيا ترمينځه د اوږدې مودې ملګرتيا اړيكو څرګندونه ده۔د هركلي دستوره او پروټوكول انتظامات د دې امر عكاسي كوي چې د كمبوډيا حكومت د پاكستان پارليماني قيادت ته د قدر په نظر ګوري او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه او پارليماني رابطو ته د ودې وركولو عزم لري۔ د سينيټ چيئرمېن سره پارليماني او مشاورتي پلاوې هم موجود دې چې پكښې سېنېټر زرقا سهروردي٬ تېمور٬سېنېټر عابد شير علي٬ سېنېټر ضمير حسېن ګهمر او د سېنېټ چيئرمېن صلاحكار مصباح كهر شامل دے۔ دا دوره د پاكستان او كمبوډيا ترمينځه پارليماني مرستې ته د ودې وركولو او په شريكو ګټو د اډانه اړيكولا قوي كولو عزم عكاسي كوي۔