د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه به د قازقستان صدر قاسم جومارت توکائيف د نهې په ورځ پاكستان ته راځي: خارجه دفتر

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه به د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توکائيف (سبا) د نهې په ورځ په وړومبنۍ سركاري دوره پاكستان ته راځي٬ د دوه ورځنۍ دورې په مهال به صدر توکائيف سره د لوړې كچې پلاوې هم وي چې پكښې به د دوي د كابينې سينئر غړي او نور اعلی سرکاري چارواكي شامل وي۔ د خارجه وزارت لخوا د …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه به د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توکائيف (سبا) د نهې په ورځ په وړومبنۍ سركاري دوره پاكستان ته راځي٬ د دوه ورځنۍ دورې په مهال به صدر توکائيف سره د لوړې كچې پلاوې هم وي چې پكښې به د دوي د كابينې سينئر غړي او نور اعلی سرکاري چارواكي شامل وي۔ د خارجه وزارت لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د دورې په مهال به صدر قاسم جومارت توکائيف د پاکستان خپل همڅنګ آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقاتونه كوي ٬ د دې نه علاوه هغه به د پاکستان او قازقستان بزنس فورم ته وېنا هم كوي٬ دا دوره به دواړو هېوادونو لپاره د دوه اړخيزه اړيكو بشپړ جاج اخستو، د مرستې په نوې موقعو غور كولو په خاص توګه تجارت، لاجسټکس، سيمه ايزې رابطه كارۍ، د اولسې رابطو وده او په سيمه ايز او نړيوال فورمز د مرستې امكانات لټولو اهمه موقع رامخې ته كړي۔ د بيان له مخې د قازقستان صدر دا دوره د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د مضبوطېدونكو اړيكو عكاسي كوي٬ كلتوري او تاريخي قربتونه موثره مرسته كښې د بدلولو شريك عزم رامخې ته كوي او په منطقه كښې امن او پرمختګ لپاره د دواړو هېوادونو د مشترکه خواهش نمائندګي كوي