لاهور 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد د تاريخ او كلتور ښكلا په ګرده نړۍ كښې د رامخې ته كولو په ضرورت زور راوړې دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د اټاليه په وينس ښار كښې د مئي نه تر نومبر كال 2026 د كېدونكي تاريخي آرټ ايګزيبيشن "61م وينس بيانالے 2026 " كښې …
وزيراعظم شهباز شريف سره په وينس آرټ ايګزيبيشن كښې د پاکستان پويلين ډلې وليدل
لاهور 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد د تاريخ او كلتور ښكلا په ګرده نړۍ كښې د رامخې ته كولو په ضرورت زور راوړې دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د اټاليه په وينس ښار كښې د مئي نه تر نومبر كال 2026 د كېدونكي تاريخي آرټ ايګزيبيشن “61م وينس بيانالے 2026 ” كښې د پاکستان پويلين ډلې ليدلي٬ په ملاقات كښې نجم سيټھي، د پويلين نمائندګي كوٶنكې نوموړې پاکستانۍ آرټسټې فائزه بټ، د پويلين کيوريټر بيټريز کوفينټس فليکانو او د پاکستان پويلين کمشنر ډاکټر يعقوب خان بنګش ګډون كولو۔ د پاکستان پوېلين ډلې وزيراعظم ته ووئيل چې په وينس كښې په سږني كال په نندارتون كښې د پاکستان روايتي آرټ، د دې جماليات او ښكلا به د ګردې نړۍ مېلمنو او سېلانيانو ته ښودلې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې په دې ننداروتون كښې به د پاکستان پويلين له مخې يو شمېر ايونټ كولې شي په كومو كښې چې به د پاكستان د كلتور او فن بېل اړخونه څخه د ګردې نړۍ مېلمانه خبرولې شي٬ وزيراعظم ته ووئيل شول چې په كال 1895 كښې پېل شوې “وينس بيانالے” د نړۍ تر ټولو قديم او لوې آرټ نمائش دے كوم چې د خپل تنوع او تخليقي صلاحيتونو د څرګندونې لحاظ سره ځانګړې دې۔ وزيراعظم د ډلې هركلے وكړو او په دې خبره ئې زور رواړو چې د پاکستان تاريخ او د كلتور ښكلا او په دې كښې او د شموليت عناصر ګردې نړۍ ته رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ پلاوي وزيراعظم ته د پاكستاني پويلين د پرانستې بلنه هم وركړه












