د اوبو زيرمې د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره كم مصرفه او كوټلي حل وړاندې كوي: د صدرمملکت آصف علي زرداري د اوبو زيرمو نړيوالي ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري نړۍ كښې د اوبو زېرمو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وئيلي چې د اوبو زېرمو نړيوالې ورځې په موقع د دې تحفظ او كوټلي انتظام له د خپل لوظ پخلے كول غواړم۔ تېره ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په خپل پېغام كښې صدر مملکت ووئيل دا ورځ …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري نړۍ كښې د اوبو زېرمو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وئيلي چې د اوبو زېرمو نړيوالې ورځې په موقع د دې تحفظ او كوټلي انتظام له د خپل لوظ پخلے كول غواړم۔ تېره ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په خپل پېغام كښې صدر مملکت ووئيل دا ورځ په 1971 كښې د اوبو زېرمو کنونشن، كوم ته چې رامسر کنونشن هم وئيلي كيږي، د عملي كېدو ياد تازه كوي۔ پاکستان د دې مهمې لوظنامې غړے دے،كومه چې د موجوده او راتلونكي نسلونو لپاره د اوبو زېرمو ، د هغې د وسائلو تحفظ او كوټلي استعمال ته وده وركوي۔ده ووئيل د اوبو زېرمو نړيوالې ورځ 2026 سرخط ، “د اوبو زېرمې او روايتي علم: د كلتوري ورثې خيال ساتل”، مونږ ته دا ياد تازه كوي چې د اوبو پانګي يواځې ماحولياتي نظام نه بلکه ژوندي ثقافتي مناظر هم دي۔ ټول پاکستان كښې د اوبو پانګو سره تړون لرونكے روايتي علم او د روزګار طريقې ، د خوراك تحفظ، حياتياتي تنوع تحفظ او فطرت سره متوازن تعلق قوي كيږي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د اوبو پانګي د سېلاب خطرې كموي، د ساحلي سيمو تحفظ کوي ، روزګار له سهارا وركوي او د ماحولياتي آلودګۍ اخراج كښې كمې راولي۔ نظرانداز كولو سره يۍ ماحولياتي زيانونه زياتيږي،دغسې د هغې د بحالۍ سره معيشت او ماحول ته ګټي رسي۔ پاکستان هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ماحولياتي بدلون ذمه دار خو کم دے ، خو د هغې د اثرات له امله تر ټولو زيات ځپلې دے۔ زمونږ د اوبو پانګې د سېلاب، وچ كالۍ ،زياتې ګرمۍ او د سمندري كچې كښې زياتوالي په ضد دفاع له د وړومبي صف کردار ترسره كوي۔ ده ووئيل سندھ كښې د اوبو پانګې په خاص توګه زياتو مسئلو سره مخ دي،چرته چې په تاريخي توګه د اوبو كمې او د سمندر كچه كښې د زياتوالي صورتحال نور هم سنګين كوي۔ ده ووئيبل په دې مهمه ورځ زه ټولو وګړو ، په خاص توګه ځوانانو ، ځائې ورورولو او پاليسي جوړونكو ته اپيل کوم چې د اوبو پانګې ژوندۍ كلتوري او ماحولياتي اثاثه ګڼلو سره د هغې قدر وكړي،د هغې تحفظ وكړي او هغه په كوټلي بنيادونو منظم کړي۔د اوبو د پانګو تحفظ يواځې قدرتي معامله نه بلکه د افراد، روزګار او قومي مدافعت معامله ده۔ پاکستان به د دې خبرې وکالت جاري ساتي چې د ماحولياتي انصاف تقاضا د اوبو د پانګو تحفظ دے كوم چې زمونږ حفاظت کوي۔