لاهور 01 فروري (اے پي پي) حکومت پاکستان د پاکستان کرکټ ډلي له راروان ټي ټوئنټي ورلډ کپ كښې د ګډون كولو اجازه وركړه خو دا پريكړه وشوه چې قومي ډله به په 15 فروري د هند په ضد شيډول ميچ نه كوي۔د دې پريكړې باقاعدہ اعلان د پاکستان کرکټ بورډ د اړخه شوے۔پاکستان کرکټ بورډ له مخې دا پريكړه د حکومت پاکستان هدايات او قومي پاليسي تر نظر ساتلو …
قومي ډله به ټي ټوئنټي ورلډ کپ كښې ګډون كوي،د هند په ضد د ميچ نه كولو پريكړه
لاهور 01 فروري (اے پي پي) حکومت پاکستان د پاکستان کرکټ ډلي له راروان ټي ټوئنټي ورلډ کپ كښې د ګډون كولو اجازه وركړه خو دا پريكړه وشوه چې قومي ډله به په 15 فروري د هند په ضد شيډول ميچ نه كوي۔د دې پريكړې باقاعدہ اعلان د پاکستان کرکټ بورډ د اړخه شوے۔پاکستان کرکټ بورډ له مخې دا پريكړه د حکومت پاکستان هدايات او قومي پاليسي تر نظر ساتلو سره شوي۔ پي سي بي واضحه كړي چې قومي ډله به د ورلډ کپ په نورو ټولو ميچونو كښې ګډون كوي او ټورنامنټ كښې به د پاکستان نمائندګي برقرار وي دغسې د هند په ضد به ميچ نه كوي۔پي سي بي وئيلي چې د دې پريكړې په اړه انټرنيشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي) او ټورنامنټ انتظاميه په باضابطه توګه خبرولې شي دغسې په معامله به تګلاره د آئي سي سي قوانين ترمخه كولې شي۔












