پنجاب ايګريکلچر فوډ اينډ ډرګ اتھارټي د صحت حفاظت معيار ښه كولو لپاره سټيټ آف دي آرټ منصوبه ده۔وزيراعظم محمد شهبازشريف پنجاب كښې ډيجيټل انقلاب پېل شوے۔د پنجاب وزيراعليٰ

لاهور 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي چې اولسي خدمت زمونږ نصب العين او شفافيت ودې لپاره د جديد ټيکنالوجي استعمال د وخت ضرورت دے،د کرپشن او ميرټ خلاف ورزۍ هيڅ ګنجائش نشته،پنجاب ايګريکلچر فوډ اينډ ډرګ اتھارټي د صحت حفاظت معيار ښه كولو له سټيټ آف دي آرټ منصوبه ده۔د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ پنجاب ايګريکلچر، فوډ اينډ ډرګ اتھارټي (پي …

لاهور 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي چې اولسي خدمت زمونږ نصب العين او شفافيت ودې لپاره د جديد ټيکنالوجي استعمال د وخت ضرورت دے،د کرپشن او ميرټ خلاف ورزۍ هيڅ ګنجائش نشته،پنجاب ايګريکلچر فوډ اينډ ډرګ اتھارټي د صحت حفاظت معيار ښه كولو له سټيټ آف دي آرټ منصوبه ده۔د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ پنجاب ايګريکلچر، فوډ اينډ ډرګ اتھارټي (پي اے ايف ډي اے ) اجراﺀ دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د پنجاب وزيرِ اعليٰ مريم نواز، د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ،د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ پشمول وفاقي و صوبائي وزيران ،د اسمبلۍ غړي او نور هم موجود وو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل اولس له بنيادي سهوليات وركولو له ټول وسائلو كاروو،د هېواد كوم هم ځائې ته چې لاړ شئ د اولسي خدمت په منصوبو به د مسلم ليګ (ن) مهر په نظر راځي۔ده ووئيل څه ډول چې مونږ هېواد د بحران څخه وېستلے او د پرمختګ پلو روان شوے،دغسې په ټول هېواد كښې به د اولسي منصوبو جال غزولې شي۔ده ووئيل د پنجاب ايګريکلچر، فوډ اينډ ډرګ اتھارټي منصوبه د اولس لوئ خذمت دے په دې زه د پنجاب وزير اعليٰ مريم نواز او د هغې ډلي ته پيرزوئنې وړاندې كوم،ودانو چې د کھنډرات كوم عكس جوړ شوې ؤ،نن هلته جديد مشينري رسولې شوي۔ده ووئيل خوراك، زرعي مصنوعات او د داروګانو معيار ښه كولو له ريګوليټري ادارے جوړولو ته اړټيا ده،فوډ سکيورټي او حفظان صحت معيار ښه كولو لپاره دا سټيټ آف دي آرټ منصوبه يو مهم اقدام دے،جديد ټيکنالوجي لرونكي دې منصوبے لپاره د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز هڅي د ستائنې وړ دي او زه هيله لرم چې پنجاب ايګريکلچر، فوډ اينډ ډرګ اتھارټي به سيمه كښې سينټر آف ايکسيلينس جوړ شي،دا يواځې د پنجاب نه بلکه ټول پاکستان خدمت لپاره جوړه شوي۔ده ووئيل ميرټ او شفافيت كوم هم هېواد پرمختګ لپاره ضروري وي،تير وخت كښې د بده مرغه د قومي وسائل غلط استعمال شوے،ادارو كښې کرپشن کيدو،کرپشن او ميرټ خلاف ورزۍ هيڅ ګنجائش نشته۔وزير اعظم محمد شهباز شريف ووئيل د ورژو برآمد په اړه ما ته ګيلي ترلاهس شوي په دې د هغه ادارے ټوله عمله بدلولو سره هغه سرپلس پول ته لېږلې شوي او نن هغه اداره د پرمخټګ پلو روانه شوي۔ده ووئيل مونږ جرمونو كښې د كمي او نه قبلولو وړ ثبوت وركولو لپاره د فرانزك ليب جال غزولې۔د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز ووئيل قائد محمد نواز شريف او وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوهي قيادت او د هغوي د وژن له مخې پنجاب د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان شوے۔دې ووئيل پنجاب ايګريکلچر فوډ اينډ ډرګ اتھارټي ادارے په جوړولو خوشحاله شوې يو،دا منصوبه د اولسي خذمت ښكاره ثبوت دے او ادارے جوړول په اداره كښې د موجود هر تن په محنت کيږي۔د پنجاب وزيراعليٰ ووئيل د زرعي هېواد باوجود د نړيوال معيار ټيسټنګ ليب نه لرل د افسوس وړ خبره وه د كوم سره چې برآمد و درآمد کنندګان مسئلو سره مخ وو او لوئ زيان كيدو،دا د لسو كلونو د محنت نتيجه ده،راروانه مياشت كښې به دا بشپړ شي۔دې ووئيل دا نه يواځې افتتاح ده بلكه د پرمختګ مزل دے،په ميرټ به چري هم سمجھوتا نه شي كولې،سيټلائټ کرائم يونټ دائره به 38 ضلعو ته رسولې شي،ميرمنو سائنسمدارو لپاره د 2 اربه 30 کروړه روپو په لګښت سره به هاسټل جوړولې شي،ورچوئل پوليس سټيشن به جوړولې شي۔دې ووئيل پنجاب كښې ډيجيټل انقلاب پېل شوے،کاروبار آسانۍ لپاره كوټلي اقدامات کيږي،د يو بزنس لپاره رجسټريشن پېل شوے۔دې څخه وړاندې وزير اعظم محمد شهباز شريف او وزير اعلي مريم نواز د پنجاب ايګريکلچر، فوډ اينډ ډرګ اتھارټي باقاعده پرانسته وكړه دې نه پس د ژوند د اتھارټي د بېلو څانګو معائنه وشوه۔په دې موقع د پاکستان وژړمبې پنجاب ايګريکلچر، فوډ اينډ ډرګ اتھارټي خدوخال او اعراض و مقاصد په اړه معلوماتي ويډيو هم وښژدلې شوه۔