اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره په پاکستان كښې د کينيډا هائي کمشنر طارق علي خان د تجارت په وزارت كښې ملاقات کړی۔په دې موقع تجارت ته وده، کان کني او زرعي مرستي لا زياتولو اقدامات كولو ته پام لرنه شوي۔ ملاقات په موقع د وزيراعظم د تجارت صلاحكار رانا احسان افضل خان هم موجود ؤ۔د تجارت وزارت د اړخه جاري …
پاکستان۔ کينيډا به تجارت ته وده، کان کني او زرعي مرستي لا زياتولو اقدامات كوي۔د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره په پاکستان كښې د کينيډا هائي کمشنر طارق علي خان د تجارت په وزارت كښې ملاقات کړی۔په دې موقع تجارت ته وده، کان کني او زرعي مرستي لا زياتولو اقدامات كولو ته پام لرنه شوي۔ ملاقات په موقع د وزيراعظم د تجارت صلاحكار رانا احسان افضل خان هم موجود ؤ۔د تجارت وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د ملاقات په مهال ډلو د نړيوالي اقتصادي منظرنامے جاج واخست او سپلائي چينز او جغرافيائي سياسي بدلونونو ترمينځه موافقت پذير تجارتي تګلارو په حاجت ئې زور راوړو۔ وفاقي وزير شراکت داري متنوع كولو او معياري غير ملکي سرمايه کاري او په خاص توګه ويليو ايډنګ او ايکسپورټ اډانه څانګو كښې سرمايه کاري راغب کولو د پاکستان عزم ئې رامخې ته كړو۔د خبرو په مهال کان کني او معدنيات په څانګه كښې مرستي ته بنيادي اهميت وركړې شوي۔ جام کمال خان د كوچنو او مينځنۍ درجے کان کني منصوبو ته وده وركولو كښې د پاکستان زياته شوې خوښي رامخې ته كړه او د لټون جديد تکنيکونو، سروے پوهه او ذمه وار مائننګ ګورننس په اهميت ئې زور راوړو۔د کينيډا هائي کمشنر د کان کني خدمات او ايکسپلوريشن ټيکنالوجيز كښې د کينيډا په نړيوال قيادت رڼا اچولو سره صلاحيت زياتولو اقدامات، تکنيکي معاونت او کاروبار نه تر کاروبار ميچ ميکنګ د لارې د پاکستان مرستي كولو ته سلا شوې۔په دې تناظر كښې ډلو ټورنټو كښې پراسپيکټرز اينډ ډيولپرز ايسوسي ايشن آف کينيډا (PDAC) کانفرنس كښې د پاکستان په ګډون كولو هم د خيالاتو څركندونه وكړه،چې پكښې د پاکستاني کيندونكو نوموړو کينيډين ايکسپلوريشن کمپنيو او خدمات وركونكو څخه په استفاده کولو زور راژړې شوې۔ملاقات كښې په زرعي مرسته او په خاص توګه پاکستان ته د کينيډين کينولا برآمدات بحالۍ په اړه هم جاج واخستلې شو۔









