لاهور 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د فتنه الهندوستان د اړخه د بلوچستان امن په نښه كولو هڅي په شنډولو سکيورټي فورسز افسرانو او ځوانانو له شاباشې وركړې دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم کوئټه، نوشکي، دالبندين، پسني او ګوادر كښې په 12 ځايونو د فتنه الهندوستان منظم بريدونو په شنډولو او 37 ترهه …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د فتنه الهندوستان د اړخه د بلوچستان امن په نښه كولو هڅي په شنډولو سکيورټي فورسز افسرانو او ځوانانو له شاباشې وركړو

مزید خبریں
لاهور 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د فتنه الهندوستان د اړخه د بلوچستان امن په نښه كولو هڅي په شنډولو سکيورټي فورسز افسرانو او ځوانانو له شاباشې وركړې دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم کوئټه، نوشکي، دالبندين، پسني او ګوادر كښې په 12 ځايونو د فتنه الهندوستان منظم بريدونو په شنډولو او 37 ترهه ګرو په وژلو سکيورټي فورسز افسرانو او اهلکارو پېشه وره صلاحيتونه وستائل۔ وزيرِاعظم د تيرو 48 ساعتونو په مهال د بېل عملياتو په مهال د هند په سرپرستۍ كښې 88 ترهه ګرو په وژلو د هېواد محافظو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده د عملياتو په مهال د هېواد حفاظت لپاره د خپل ځان په قرباني كولو فرض شناس سکيورټي فورسز اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل زما پشمول ټول قوم په خپلو شهيدانو فخر كوي۔ وزيرِاعظم ووئيل د سکيورټي فورسز افسران و چوانان د خپلو ځانونو پراه كولو نه غير د هېواد حفاظت له بوښت دي،د ترهه ګرۍ لعنت تر خاتمے به جنګ روان وي۔ده ووئيل د هېواد د حفاظت غير متزلزل عزم كښې زما پشمول ټول قوم د پاك پوځ سره ولاړ دے۔









