اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري قومي تعليمي نظام كښې سمندري خبرتيا او په باقاعده توګه شاملولو او ځوانان د پاكستان سمندري ماحولياتي نظام تحفظ كښې په فعال شراكت دار جوړولو زور راوړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تعليم و پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر سره ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع سمندري تعليم،خبرتيا او كوټلي سمندري نظم …
د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري قومي تعليمي نظام كښې سمندري خبرتيا شاملولو،ځوانان په سمندري ماحولياتي نظام تحفظ كښې فعال شراكت دار جوړولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري قومي تعليمي نظام كښې سمندري خبرتيا او په باقاعده توګه شاملولو او ځوانان د پاكستان سمندري ماحولياتي نظام تحفظ كښې په فعال شراكت دار جوړولو زور راوړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تعليم و پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر سره ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع سمندري تعليم،خبرتيا او كوټلي سمندري نظم و نسق كښې د ځوانانو شموليت زياتولو په اړه په تګلارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د بحري چارو وزارت د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې وفاقي وزير سمندري خواندګۍ اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل سمندرو پيژندل او يو انتخاب نه بلكه ماحولياتي بدلونونو مخنيوي،كوټلي پرمختګ او بحري مسئلو د اوږدې مودې حفاظت لپاره ضروري دے۔ تعليم ځوانان د سمندري تحفظ او بليو اكانومي كښې كوټلي كردار ترسره كولو جوګه كوي۔جنيد انوار چوهدري سمندري تعليم د ملګرو ملتونو د كوټلي پرمختګ هدف 4.7 سره په هم آهنګ كولو زور راوړو، چې له مخې كوټلي پرمختګ لپاره تعليم له وده وركړې كيږي۔ده ووئيل نصاب او استاذانو تربيتي پروګرامونو كښې بايد سمندري ماحولياتي نظام، تحفظ او انسان و سمندر شريك تعلق په اړه علم شامل كړې شي۔ده ووئيل ’’اوشن لټريسي فار آل‘‘ په شان اقدامات قومي پاليسيو، تعليمي ادارو او كميونټي وركشاپس كښې سمندري موضوعات مركزي چوكاټ كښې شاملولو سره د سمندري چيلنجونو مخنيوي لپاره د وګړو خبرتيا مرستياله ثابتيدے شي۔









