اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان 12 بريدونو په شنډولو او 37 ترهه ګرو په وژلو سكيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د خالي په ورځ قومي اسمبلۍ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر د ترهه ګرو بريدونه شنډولو سره شهيد شويو سكيورټي فورسز 10 ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل …
د قومي اسمبلۍ سپيكر په بلوچستان كښې د 37 ترهه ګرو په وژلو سكيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان 12 بريدونو په شنډولو او 37 ترهه ګرو په وژلو سكيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د خالي په ورځ قومي اسمبلۍ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر د ترهه ګرو بريدونه شنډولو سره شهيد شويو سكيورټي فورسز 10 ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د خپلو ځانونو قرباني وركونكي ځوانان د بهادر قوم فخر دے،هېواد او قوم دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكي زمونږ د سر تاج دې۔د قومي اسمبلۍ سپيكر د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل ټول قوم د شهيدانو د كورنيو په غم كښې شريك دے،د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل فتنه الهندوستان آخري ترهه ګر تر خاتمے به د سكيورټي فورسز كارروائي رواني وي،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قوم د سكيورټي فورسز سره ولړ دے،د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د سكيورټي فورسز غير متزلزل عزم د ستائنې وړ دے۔









