پېنډۍ 30 جنوري (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز (CDF) فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ترکيه د جنرل سټاف مشر جنرل سيلکوك بيرکتار اوغلو د جمعې په ورځ په جي اېچ كيو كښې ليدلي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې جي اېچ كيو ته په رارسېدو د پاك پوځ يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف …
فيلډ مارشل عاصم منير سره د ترکيه چيف آف جنرل سټاف وليدل

مزید خبریں
پېنډۍ 30 جنوري (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز (CDF) فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ترکيه د جنرل سټاف مشر جنرل سيلکوك بيرکتار اوغلو د جمعې په ورځ په جي اېچ كيو كښې ليدلي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې جي اېچ كيو ته په رارسېدو د پاك پوځ يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو سره سره په سيمه ايز او نړيوالې موجوده منظرنامه او د دوه اړخيزه دفاعي او پوځي مرستې قوي كولو په امكاناتو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع دواړو مشرانو د پاكستان او تركيه د اړيكو په موجوده رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره نزده رابطه په ځائ ساتلو او د دفاعي مرستې په ضرورت زور رواړو۔ په دې موقع فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د ورورولۍ د اوږدې مودې په اړيكو رڼا واچوله كومې چې په مشترکه تاريخ، شريك باور او د اولس ترمېنځه په قوي رابطو اډانه دي۔ ده د ترك پوځ لخوا د ملاتړ او مرستې ستائنه وكړه او دوه اړخيزه عسكري اړيكې لا قوي كولو لپاره ئې د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع جنرال سيلکوك بيرکتار اوغلو د تود هركلي مننه كولو سره د پاك پوځ د وظيفائي پوهې ستائنه وكړه۔ ده د تربيې٬ مشتركه مشقونو او صلاحيت زياتولو اقداماتو پشمول دفاعي مرسته لا قوي كولو لپاره د تركيه د عزم پخلې وكړو۔ دا دوره د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د تل پاتې تزويراتي شراکت دارۍ او د سيمه ايز امن٬استحکام او سلامتيا لپاره د دوي د مشتركه عزم عكاسي كوي









