د وزيراعظم آذربائيجان سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو له د عزم پخلے

اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف آذربائيجان سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره په دې خبره د اطمينان څرګندونه كړې چې د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه په پاكستان كښې د دوه اربه ډالرو سرمايه كارۍ لوظنامې ته حتمي شكل وركولو ته نزدې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان …

اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف آذربائيجان سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره په دې خبره د اطمينان څرګندونه كړې چې د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه په پاكستان كښې د دوه اربه ډالرو سرمايه كارۍ لوظنامې ته حتمي شكل وركولو ته نزدې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د جمهوريه آذربائيجان صدر خاص استازي خلف خلفوف د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو ذكر كولو سره آذربائيجان سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔ ده د آذربائيجان صدر الهام عليووف لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده صدر عليووف سره د خپل يو شمېر ملاقاتونو ذكر وكړو په كومو كښې چې تېر كال په نومبر كښې په باکو كښې د وکټري پرېډ په موقع شوې ملاقات هم شامل ٶ۔ وزيراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه په پاكستان كښې د دوه اربه ډالرو سرمايه كارۍ لوظنامې ته به زر حتمي شكل وركړے شي۔ وزيراعظم صدر عليووف ته زر تر زره د پاكستان د سركاري دورې كولو بلنه تكرار كړه۔ په ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آذربائيجان د صدر نمائنده وزيراعظم ته د صدر عليووف د نېكو هيلو پېغام رسولو سره د وزيراعظم د وژن او د قيادت ستائنه وكړه كوم چې پاکستان نه يوازې په اقتصادي محاذ بلكې په سکيورټي او سفارتي ميدان كښې هم بلها كاميابو ته رسولې۔ده د دوېم کاراباخ جنګ په مهال آذربائيجان سره په مضبوط ودرېدو د پاكستان مننه وكړه او په جمو و کشمير ئې د آذربائيجان د اوږدې مودې د موقف پخلې وكړو٬ نمائنده د صدر عليووف يوه چيټۍ هم وزيراعظم ته وركړه په كومه كښې چې د آذربائيجان حكومت د جنورۍ په پېل كښې آسان مركز جوړولو كښې د وزيراعظم لخوا د ملاتړ او مرستې ستائنه كړې وه۔