پاكستان ټورازم سپورټس اينډ فيملي فيسټيول (سبا) جناح سپورټس كمپليكس ، اسلام آباد كښې پيل كيږي، فیملیز لپاره داخله ويړيا

اسلام آباد۔30جنوری(اے پی پی) د پاكستان ټوورازم ډوېلپمنټ كارپورېشن (پی ټی ډی سی) تر اهتمام لاندې ټوورازم سپورټس اېنډ فېملی فېسټیول سبا د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې پېل كيږي۔ د دوه ورځني فيسټول مقابلې به په اېف نائن پارك او اسلام آباد سپورټس كمپلېكس كښې كيږي۔ د پی ټی ډی سی له مخې د فېسټيول مقصد د پاكستان مثبت تشخص رامخے ته كول ٬ سېلګرۍ ته وده …

اسلام آباد۔30جنوری(اے پی پی) د پاكستان ټوورازم ډوېلپمنټ كارپورېشن (پی ټی ډی سی) تر اهتمام لاندې ټوورازم سپورټس اېنډ فېملی فېسټیول سبا د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې پېل كيږي۔ د دوه ورځني فيسټول مقابلې به په اېف نائن پارك او اسلام آباد سپورټس كمپلېكس كښې كيږي۔ د پی ټی ډی سی له مخې د فېسټيول مقصد د پاكستان مثبت تشخص رامخے ته كول ٬ سېلګرۍ ته وده وركول او وګړو ته د كورني تفريح موقع وركول دي۔ په فېسټیول كښې فېمليز لپاره انټري وېړيا ده۔ په اېونټ كښې د روايتي كلتوري لوبو په خاص توګه د ټېنټ پېګنګ ٬ د بېلو فعاليتونو ٬ كار او بائيك شو ٬ كلتوري مظاهرو ٬ سيمه ايزو خوراكونو او نورو پروګرامونو اهتمام شوے دے۔ د پاكستان د مشهور روايتي لوبې نېزه بازۍ مقابلې به خالي په ورځ د اسلام آباد په نائن پارك كښې كيږي۔ منتظمينو وګړو او سېلګرو ته په ايونټ كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده دغسې چې هغوي د قومي فيسټول برخه جوړ شي

مزید خبریں