وزيراعظم د پاكستان آسټریلیا ټي ټوئنټي سيريز په اولني ميچ كښې د قومي لوبډلې په بريا د كركټ مينه والو ته مباركي وركړه

اسلام آباد۔30جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان آسټریلیا ټي ټوئنټي سيريز په اولني ميچ كښې په بريا د قومي لوبډلې د غوره كاركردګۍ ستائنه كولو سره د كركټ مينه والو ته مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاکستان کرکټ لوبډلې شاهينانو په خاص توګه بالرانو د غوره لوبې څرګندونه …

اسلام آباد۔30جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان آسټریلیا ټي ټوئنټي سيريز په اولني ميچ كښې په بريا د قومي لوبډلې د غوره كاركردګۍ ستائنه كولو سره د كركټ مينه والو ته مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاکستان کرکټ لوبډلې شاهينانو په خاص توګه بالرانو د غوره لوبې څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل كه لوبډلې هم دغسې خواري روان وساتله نو د سيريز ټولو مېچونو د ګټلو صلاحيت لري۔ وزیراعظم ووئيل يوه اوږده موده وروستو د آسټريليا په څير د مضبوطې لوبډلې په ضد په مېچ كښې بريا د لوبغاړو د خوارۍ نتيجه ده۔ ده ووئيل د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن رضا نقوي ٬ د هغه لوبډله او كوچز هم په دې بريا د ستائنې وړ دي۔ وزیر اعظم د سيريز په راروانو مېچونو كښې هم پاكساني لوبغاړو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه

مزید خبریں