لاهور 30 جنوری(اے پی پی) د پاك آسټرېليا ټي 20 سيريز دوهم ميچ به(سبا)په قذافي سټېډيم لاهور كښې كولې شي۔د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه په درې ميچونو د مشتمل ټي 20 سيريز دوهم ميچ سبا د خالي په ورځ په قذافي سټېډيم لاهور كښې كيږي۔پاكستانۍ لوبډلې ته د مېلما لوب ډلې آسټرېليا په ضد سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔اولني ميچ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره پاكستانۍ …
د پاك آسټريليا ټي 20 سيريز دوهم ميچ به(سبا)په قذافي سټيډيم لاهور كښې كولې شي
لاهور 30 جنوری(اے پی پی) د پاك آسټرېليا ټي 20 سيريز دوهم ميچ به(سبا)په قذافي سټېډيم لاهور كښې كولې شي۔د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه په درې ميچونو د مشتمل ټي 20 سيريز دوهم ميچ سبا د خالي په ورځ په قذافي سټېډيم لاهور كښې كيږي۔پاكستانۍ لوبډلې ته د مېلما لوب ډلې آسټرېليا په ضد سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔اولني ميچ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره پاكستانۍ لوبډلې آسټرېليا ته په 22 رنز ماتې وركړې وه۔ كه پاكستان دوهم مېچ هم ګټلو كښې كامياب شي نو په سيريز كښې به پرې كنده بريا ترلاسه كړي۔د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه تر دې دمه د ټي 20 ميچونو ريكارډ په زړه پورې پاتې شوې دې۔پاكستان 13 او آسټرېليا 14 ميچونو كښې كاميابي ترلاسه كړې ده۔







