اسلام آباد۔30جنوری(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د آسټيريليا او پاكستان ترمينځه د ټي ټونټي سيريز په اولني مېچ كښې د قومي كركټ لوبډلې په كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د قومی کرکټ لوبډلې د وياړ وړ بريا د لوبې په مېدان كښې د پاكستان مثبت تشخص رامخے ته كړو۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان …
د صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او آسټريليا ترمينځه د ټي ټوئنټي سيريز په اولني ميچ كښې د قومي لوبډلې په كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جنوری(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د آسټيريليا او پاكستان ترمينځه د ټي ټونټي سيريز په اولني مېچ كښې د قومي كركټ لوبډلې په كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د قومی کرکټ لوبډلې د وياړ وړ بريا د لوبې په مېدان كښې د پاكستان مثبت تشخص رامخے ته كړو۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدرِ مملکت ووئيل چې د لوبغاړو منظمې تګلارې ٬ اعلی نظم وضبط او ټيم ورك په مېدان كښې د پاكستان وقار لوړ كړو۔ ده په راروانو مېچونو كښې هم د قومي كركټ لوبډلې نورو كاميابو له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د قومي لوبډلې په غوره كاركردګۍ پاكستان كركټ بورډ په خاص توګه چيئرمېن محسن نقوي د مباركۍ مستحق دے









