د پاك ٬ آسټريليا ټي 20 كركټ سيريز براډ كاسټ سره اړوند تفصيلات جارې كړې شول

لاهور۔28جنوری(اے پی پی) د پاکستان او آسټرېلیا کرکټ لوبډلو ترمينځه په درې مېچونو د مشتمل ټي ټونټي سيريز د براډ كاسټ تفصيلات جاري كړې شوي دي۔ د پی سی بی میډیا وياند له مخې سيريز به د زيارت په ورځ پېل شي او دويم او دريم مېچ به په ترتيب سره په 31 جنورۍ او 1 فرورۍ كيږي۔ ټول مېچونه به ماښام څلور بجې كيږي۔ پخوانے آسټرېلوی ټېسټ کرکټر سائمن …

لاهور۔28جنوری(اے پی پی) د پاکستان او آسټرېلیا کرکټ لوبډلو ترمينځه په درې مېچونو د مشتمل ټي ټونټي سيريز د براډ كاسټ تفصيلات جاري كړې شوي دي۔ د پی سی بی میډیا وياند له مخې سيريز به د زيارت په ورځ پېل شي او دويم او دريم مېچ به په ترتيب سره په 31 جنورۍ او 1 فرورۍ كيږي۔ ټول مېچونه به ماښام څلور بجې كيږي۔ پخوانے آسټرېلوی ټېسټ کرکټر سائمن کېټچ به په كمنټري پېنل كښې شامل وي۔ ده سره به پاكستانے ټېسټ كپتان عامر سهیل ٬ رمیز راجه، پخوانے ټېسټ بېټر باذيد خان او عروج ممتاز هم كمنټري كوي۔ د پي سي بي د پچ سائیډ سټوډیو كوربتوب به زېنب عباس كوي چرته به چې پري او پوسټ مېچ شوز كښې د كركټ پوهان مينه والو لپاره تجزيه وړاندې كوي۔ د سیریز هائی ډیفینیشن کورېج به د 28 کېمرو د لارې رسولې شي۔ پرېكړې ته د بيا كتلو په نظام كښې به هاک آئی او الټرا اېج ټېکنالوجی كارولې شي۔ په پاكستان كښې د كركټ مينه وال به دا سيريز نېغ په نېغه په پي ټي وي سپورټس كتلے شي۔ د بهر هېوادونو مينه والو له د براډ كاسټ انتظامات هم شوي دي۔

مزید خبریں