ټي ټونټي سېريز ٬ د آسټريليا كركټ ډله (سبا) لاهور ته رارسي

لاهور۔ 27 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او اسټريليا تر مينځه د 3 ټي ټونټي مېچونو سېريز لپاره د اسټريليا كركټ ډله سبا د شورو په ورځ په دوو ډلو كښې لاهور ته رارسي۔ په دې ورځ د سېريز نه وړاندې به د قزافي ستېډيم په اقبال اېنډ كښې پرېس كلنفرنس هال (لېول 2 ) كښې پرېس بريفنګ وي۔ د اسټريليا ډله به په دې ورځ آرام كوي او …

لاهور۔ 27 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او اسټريليا تر مينځه د 3 ټي ټونټي مېچونو سېريز لپاره د اسټريليا كركټ ډله سبا د شورو په ورځ په دوو ډلو كښې لاهور ته رارسي۔ په دې ورځ د سېريز نه وړاندې به د قزافي ستېډيم په اقبال اېنډ كښې پرېس كلنفرنس هال (لېول 2 ) كښې پرېس بريفنګ وي۔ د اسټريليا ډله به په دې ورځ آرام كوي او د پاكستان لوبغاړي به په اختياري ټرېننګ كښې برخه اخلي۔ د پاكستان او اسټرېليا تر مينځه وړومبے ټي ټونټي مېچ به په 29 جنورۍ قذافي اسټېډيم كښې كېږي ۔ په 30 مه جنورۍ به د دواړو ډلو لپاره د آرام ورځ وي او د سېريز دوېم مېچ به په 31 جنورۍ او وروستے مېچ به په وړومبۍ فروري كېږي۔ دواړه مېچونه به په 3 بجې او 30 منټه باندې پېل كېږي۔

مزید خبریں