ټی ټونټی سیریز، د آسټریلیا کرکټ لوبډله سبا لاهور ته رارسي

لاهور۔27جنوری(اے پی پی) د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه په 3 ټي ټونټي مېچونو مشتمل سيريز لپاره د آسټريليا كركټ لوبډله سبا د شورو په ورځ په دوه ډلو كښې پاكستان ته رارسي۔ هم په دې ورځ به سيريز څخه وړاندې د قذافی سټېډیم په پرېس کنفرنس هال (لېول2) كښې پرېس بريفنګ كيږي۔ آسټرېلوی لوبډله به يوه ورځ آرام كوي او پاكستاني لوبغاړي به په اختياري ټرېننګ سېشن كښې برخه اخلي۔ …

لاهور۔27جنوری(اے پی پی) د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه په 3 ټي ټونټي مېچونو مشتمل سيريز لپاره د آسټريليا كركټ لوبډله سبا د شورو په ورځ په دوه ډلو كښې پاكستان ته رارسي۔ هم په دې ورځ به سيريز څخه وړاندې د قذافی سټېډیم په پرېس کنفرنس هال (لېول2) كښې پرېس بريفنګ كيږي۔ آسټرېلوی لوبډله به يوه ورځ آرام كوي او پاكستاني لوبغاړي به په اختياري ټرېننګ سېشن كښې برخه اخلي۔ د پاکستان او آسټرېلیا ترمينځه اولنے ټی ټونټی مېچ به په 29 جنوری قذافی سټېډیم لاهور كښې كيږي۔ له مېچ څخه وروستو به د دواړو لوبډلو سپورټ سټاف يا لوبغاړي ميډيا سره خبرې كوي۔ 30 جنوری به دواړو لوبډلو لپاره د آرام ورځ وي۔ د سیریز دويم مېچ به په 31 جنورۍ او درېم او وروستے مېچ به په 01 فرورۍ كولے شي۔ د درې واړه مېچونه به په قذافي سټېډيم لاهور كښې كيږي۔ له مېچ څخه وروستو به پرېس كنفرنس كولے شي۔ د پي سي بي له مخې قومي لوبډلې سره اړوندو ميډيا چارو لپاره مېډيا منېجر پاكستان مېنز كركټ سټېډيم سيد نعيم احمد سره رابطه كېدې شي۔

مزید خبریں