د هند او نيوزي لينډ ډلو ترمينځه د 5 ټي-20 ميچونو سيريز څلورم ميچ به په 28 جنوري كيږي

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د هند او نيوزي لينډ کرکټ ډلو ترمينځه د 5 ټي -20 ميچونو سيريز څلورم ميچ به په 28 جنوري اے سي اے وي ډي سي اے کرکټ سټيډيم وشاکھاپټنم كښې كيږي۔ د سپورټس ويب باڼې له مخې هند ته د ميلمنې ډلي نيوزي لينډ په ضد د 5 ميچونو په سيريز كښې د 0-3 په حساب سره وړاندې والے ترلاسه دے۔كوربه ډلي …

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د هند او نيوزي لينډ کرکټ ډلو ترمينځه د 5 ټي -20 ميچونو سيريز څلورم ميچ به په 28 جنوري اے سي اے وي ډي سي اے کرکټ سټيډيم وشاکھاپټنم كښې كيږي۔ د سپورټس ويب باڼې له مخې هند ته د ميلمنې ډلي نيوزي لينډ په ضد د 5 ميچونو په سيريز كښې د 0-3 په حساب سره وړاندې والے ترلاسه دے۔كوربه ډلي هند کيوي ډلي له وړومبي ټي ټونټي ميچ كښې په 48 رنز ،دويم كښې په 7 وکټو دغسې دريم ټي ټونټي ميچ كښې په 8 وکټو سره ماتې وركړې وه ۔دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوے د درېو ون ډے ميچونو سيريز كښې ميلمنې ډلې کيوي كوربنې ډلې هند له په 1-2 سره ماتې وركړې وه ۔ نيوزي ليېنډ به د خپلې دورې په مهال د كوربنې ډلي په ضد د درېو ون ډے او 5 ټي ټونټي نړيوال ميچونو سيريز کوي چې پكښې ون ډے سيريز بشپړ شوے او د 5 ټي ټونټي کرکټ ميچونو په سيريز كښې درې ميچونه شوي دي ۔څلورم ميچ به په 28 جنوري وشاکھا پټنم دغسې 5م او آخري ټي ټونټي ميچ به په 31 جنوري تھيروواناتھا پورام كښې كيږي۔

مزید خبریں