ټي 20 سيريز لپاره پي سي بي ميچ آفيشلز اعلان كړل

لاهور۔22جنوری(اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سي بي) د پاكستان او آستريليا ترمينځه په 3 ټي 20 مېچونو مشتمل سيريز لپاره مېچ آفيشلز اعلان كړې دي۔ د سيريز ټول مېچونه به په قذافي سټيډيم لاهور كښې كيږي كوم به چې به پله پسې د جنورۍ په 29 مه او 31 مه او د فرورۍ په اولنۍ نېټه كولې شي۔ د آئی سي سي انټرنېشنل پېنل مېچ ریفري علي نقوي …

لاهور۔22جنوری(اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سي بي) د پاكستان او آستريليا ترمينځه په 3 ټي 20 مېچونو مشتمل سيريز لپاره مېچ آفيشلز اعلان كړې دي۔ د سيريز ټول مېچونه به په قذافي سټيډيم لاهور كښې كيږي كوم به چې به پله پسې د جنورۍ په 29 مه او 31 مه او د فرورۍ په اولنۍ نېټه كولې شي۔ د آئی سي سي انټرنېشنل پېنل مېچ ریفري علي نقوي به د ډلې مشري كوي۔ د سیریز دويم مېچ به د علي نقوي د رېفري په توګه 50 م ټي 20 انټرنېشنل مېچ وي۔ دا خبره دې ياده وي هغه په اپرېل 2023 كښې هم دې ګراؤنډ څخه خپل ټي 20 رېفري كېريئر پېل كړے ؤ۔ آئي سي سي ایلیټ پېنل اېمپائر احسن رضا به د سیریز په اولنو دوو مېچونو كښې د آن فیلډ اېمپائر خذمات ترسره كوي۔ درېم ټي ټونټي مېچ كښې به راشد ریاض او آئي سي سي انټرنېشنل پېنل اېمپائر ناصر حسېن د آن فیلډ اېمپائر ذمه وارۍ ترسره كوي۔ په اولني مېچ كښې به ناصر حسېن تھرډ امپائر او راشد ریاض فورتھ امپائر وي۔ په دويم مېچ كښې به آصف یعقوب د تھرډ اېمپائر او ناصر حسېن د فورتھ ایمپائر په حېث خپله وظيفه ترسره كوي۔ په درېم مېچ كښې به د پي سي بي نېشنل ایلیټ پېنل طارق رشید او ذوالفقار جان د فورتھ امپائر ذمه واري ترسره كوي۔

مزید خبریں