د زياتي پيداوار له امله حكومت تير كال كرونده ګر او شوګر انډسټري مالي زيان څخه ساتلو له د چينو برآمد كولو اجازه وركړه: د وفاقی وزیر رانا تنویر حسين په قامي اسمبلۍ كښې ځواب

اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي د زياتي پيداوار له امله حكومت تير كال كرونده ګر او شوګر انډسټري مالي زيان څخه ساتلو له د چينو برآمد كولو اجازه وركړه٬ وروستو د صارفين ګټې له بيعې مستحكمې ساتلو له د محدود درآمدات منظوري وركړې شوه۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال وفاقي وزير …

اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي د زياتي پيداوار له امله حكومت تير كال كرونده ګر او شوګر انډسټري مالي زيان څخه ساتلو له د چينو برآمد كولو اجازه وركړه٬ وروستو د صارفين ګټې له بيعې مستحكمې ساتلو له د محدود درآمدات منظوري وركړې شوه۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال وفاقي وزير ايوان ته ووئيل د موسمیاتی عواملو له امله د پېداوار په اندازو كښې كمے رامخې ته شو۔ په ابتدائي توګه د چينو د پېداوار اندازه نزدې 7 ملين مېټرك ټنه وه خو په عملي توګه دا نزدې 6.8 ملین مېټرک ټن پاتې شوه او د دې كمي له امله محدود درآمدات ضروري شول۔ ده ووئيل د حكومت په وخت اقدامات سره د چينو بيعه د كلو په سر 250 روپو ته رسېدو څخه ايساره كړې شوه او په زياتره سيمو كښې تر دې چې د بلوچستان په لرې پرتو سيمو كښې هم د چينو بيعه د كلو په سره 200 روپۍ پاتې شوه۔ ده ووئيل هيله ده چې د روان كال په مهال به د چينو پېداوار 6.8 څخه تر 7 ملین مېټرک ټن پاتې شي چې ورسره به بيعو كښې لا استحكام رامخې ته شي۔ د روغتيا په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان نزدې 40 فیصد آبادی شوګر يا دې سره اړوندو رنځونو سره مخ ده او د دې يو سبب د چينو له ضرورت نه زيات استعمال دے۔ ده په دې اړه د اولسي شعور بېدارولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل په يو شمېر هېوادونو كښې په چينو ټېكس لګولے شي۔ ده ووئيل د وزیرِ اعظم شهباز شریف په هدايت ډي رېګولېشن سره اړوندې د لوړې كچې كمېټۍ چې مشري يۍ سردار اوېس لغاري كوي ټولو همكارانو سره له مشاورت وروستو خپل رپورټ وړاندې كړے دے۔ د ضمني پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت كرونده ګرو لپاره د مناسب معاوضې او صارفين لپاره د مناسب بيعو برابرولو ترمينځه په توازن كار كوي۔ ده ووئيل ما په ذاتي توګه شوګر ملز څخه د كرونده ګرو د واجبات ادائيګي باوري كړه۔ وفاقي وزیر ووئيل حكومت نزدې د 3 لکه ټن چينو درآمد كولو منظوري وركړې او په دې اړه ايوان خبر كړے شوے ۔ په درآمدي چینو ټېكس او سېلز ټېكس كښې رعايت صارفين ته ريليف وركولو لپاره وركړے شوے ۔ د آلو او جوارو په اړه ده ووئيل په نړيواله منډۍ كښې برآمدي بيعې ټيټېدو سره ځائي بيعې كمې شوي ۔ د غنمو په اړه ده ووئيل د بېن الصوبائي تګ راتګ مسئلې صوبو سره په ګډه حل كولې شي۔ ده ووئيل پنجاب او خېبر پښتونخوا سره مو پرله پسې تماس نيولے دے۔ ده ووئيل د غنمو قومي پالېسي د څلورو واړو صوبو د اعلی وزيرانو په مشاورت منظور كړې شوې چې له مخې يۍ په سباؤن كښې په بېن الصوبائي نقل وحركت بندېزونه ختم كړے شوے ۔ وفاقی وزیر ووئيل د وفاق او صوبو ترمينځه رابطه او د معلومات تبادله روانه ده دغسې چې قومي غذائي تحفظ باوري كړے شي

مزید خبریں