د پاكستان او ايشين ډوېلپمنټ بنك اړيكې اوس نوي او زيات ستراتيجيكي پړاؤ ته رسېدلي ٬ د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب د اے ډي بي صدر ماساتو كانډا او مينزيس ايوي ايشن چيئرمين حسن الهوري سره ملاقات كښې خبرې

ډیووس۔21جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان او ايشين ډوېلپمنټ بنك اړيكې اوس نوي او زيات ستراتيجيكي پړاؤ ته رسېدلي دي٬ د توان په نظام كښې بهترۍ ٬ كاركردګي زياتولو او د اوږد موهاله معاشي استحكام لپاره اصلاحات روان دي۔ دا خبره ده په ډيوووس كښې د روان ورلډ اکنامک فورم كلنې غونډې په موقع د اېشیائي پرمختيائي بنك (اے ډی بی) صدر ماساتو …

ډیووس۔21جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان او ايشين ډوېلپمنټ بنك اړيكې اوس نوي او زيات ستراتيجيكي پړاؤ ته رسېدلي دي٬ د توان په نظام كښې بهترۍ ٬ كاركردګي زياتولو او د اوږد موهاله معاشي استحكام لپاره اصلاحات روان دي۔ دا خبره ده په ډيوووس كښې د روان ورلډ اکنامک فورم كلنې غونډې په موقع د اېشیائي پرمختيائي بنك (اے ډی بی) صدر ماساتو کانډا او د مېنزیس اېوی اېشن چیئرمېن حسن الهوری سره ملاقاتونو كښې وكړه۔ په ملاقاتونو كښې د پاكستان د اقتصادي اصلاحات ايجنډې مخ په وړاندې تللو ٬ د نړيوالې همكارۍ په مضبوطولو او په سرمايه كارۍ اډانه پرمختګ نمو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اے ډي بي صدر سره ملاقات كښې په پاكستان كښې د روانو اقتصادي اصلاحات جاج واغستلے شو او د پاكستان او اے ډي بي ترمينځه د اوږد مهاله همكارۍ لا مضبوطولو په تګلاره يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د بېنك صدر ووئيل پاكستان د مهم معاشي بدلون پړاؤ ته داخليږي۔ ده په پاكستان كښې د اے ډي بي مضبوط او زيات شوے شموليت وستائېلو او د هېوادج د معيشت په اړخ يې د باور څرګندونه كړه۔ سېنېټر اورنګزېب په پرله پسې مرسته او لارښودنه د اے ډي بي د صدر مننې كولو سره ووئيل د پاكستان او ايشيائي پرمختيائي بنك اړيكې اوس په نوې او زيات ستراتيجيكي پړاؤ كښې داخلې شوي دي۔ ده په دې مهال د نجكارۍ او نجي څانګې شموليت سره په اړوندو حكومتي اقدامات هم رڼا واچوله۔ د ملاقات په مهال د توان په څانګه كښې په اصلاحات او پاك او تلپاتي توان ته په ودې وركولو هم خبرې وشوې۔ د اے ډی بی صدر د دې عزم پخلے وكړو چې بنك به پاكستان سره مرسته دوامداره ساتي۔ هغه د نجي څانګې كردار معاشي پرمختګ لپاره مهم وګرځولو۔ دې څخه وړاندې د خزانې وزير د مینزیس اېوی اېشن چیئرمېن حسن الهوری سره هم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د اېوېشن په څانګه كښې همكارۍ ته په ودې وركولو ٬ د هوائي اډو خذمات كښې په بهترۍ او د سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير د مېنزيس ايوي اېشن چيئرمېن د حكومتي نجكارۍ منصوبو ٬ په پي آئي اے كښې پېشرفت او د اسلام آباد ٬ كراچۍ او لاهور هوائي اډو حكومتي انتظام څخه ويستلو له په روانو هڅو كښې د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل د هېواد معيشت په سم لوري روان دے او نجي څانګې او نړيوالې سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال رامخې ته كيږي۔ حسن الهوری د خزانې وزير د مېنزیس اېوی اشن نړيوال آپشنز او په بېلو هېوادونو كښې د خذمات تجربې څخه خبر كړو۔ هغه پاكستان د اېوي اېشن په څانګه كښې سرمايه كارۍ لپاره يو په زړه پورې هېواد وګرځولو۔ هغه پاكستان سره مرسته روانه ساتلو او دې ته لا پراختيا وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د دواړو اړخونو د هوائي اډو سروس په ښه كولو او مسافرو ته د غوره آسانيو په وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه

مزید خبریں