پاكستان د سياحت په څانګه كښې جامع، ماحول دوسته او سرمايه كارۍ لپاره ښې موقعې وركوي۔قيصر احمد شيخ

كراچۍ 21 جنوري (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي پاكستان د سېلګرۍ په څانګه كښې جامع، ماحول دوسته او سرمايه كارۍ لپاره ښې موقعې وركوي۔ بورډ آف انويسټمنټ د سيوري لاندي سسټين ايبل ټورازم فورم اينډ ايكسپو 2026 ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل سېلګرۍ كښې سرمايه كاري كول د روزګار موقعې پيدا كولو،سيمه ايز پرمختګ له وده وركولو او د برآمدات …

كراچۍ 21 جنوري (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي پاكستان د سېلګرۍ په څانګه كښې جامع، ماحول دوسته او سرمايه كارۍ لپاره ښې موقعې وركوي۔ بورډ آف انويسټمنټ د سيوري لاندي سسټين ايبل ټورازم فورم اينډ ايكسپو 2026 ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل سېلګرۍ كښې سرمايه كاري كول د روزګار موقعې پيدا كولو،سيمه ايز پرمختګ له وده وركولو او د برآمدات زياتولو يوه مهمه ذريعه ده۔ حكومت د سېلګرۍ په څانګه كښې ملكي و غير ملكي سرمايه كاري راغب كولو له د كوټلي پاليسۍ په اصلاحات عمل كوي دغسې چې سرمايه كارو له سهولت او تحفظ وركړے شي۔قيصر احمد شيخ ووئيل پاكستان كښې ماحول دوسته سېلګړي ، حلال ټورازم او كلتوري سېلګرۍ په څانګو كښې په نړيواله كچه د شراكت دارۍ پراخه امكانات شته،دې سره به نه يواځې معيشت ته ګټه ورسي بلكه د پاكستان مثبت تشخص به هم رامخې ته شي۔ده ووئيل پبلك پرائيويټ پارټنرشپ او جوائنټ وينچرز د لارې به د سېلګړۍ څانګي ته نوې اړخ وركړے شي چې ورسره به جديد انفراسټركچر، معياري خدمات او پرمختګ باوري شي۔فورم كښې د اسلامك چيمبر آف كامرس د سيوري لاندې نړيوالو سرمايه كارو، كاروباري لارښودو او مندوبينو ګډون وكړو، كومو چې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په موقعو كښې خوښي څرګنده كړه۔وفاقي وزير په دې موقع د دې عزم پخلے وكړو چې بورډ آف انويسټمنټ به د سياحت ودې او غير ملكي سرمايه كارۍ زياتوالي له بشپړ كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں