سږ كال د ګني فصل د ښه والي هيله لرو،پاكستان سټيل ملز د بحالولو پريكړه شوې ، د ريلوے قيمتي زمكو راګرځولو كمپائن روان دے۔ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمي په مهال ځواب

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئيلي شوي دي چې سږ كال د ګني فصل ښه والي هيله لرو چې ورسره به د چينو بيعه مستحكمه ساتلو له مرسته تر لاسه شي، د پاكستان سټيل ملز بحالولو پريكړه شوې ، د ريلوے قيمتي زمكي راګرځولو لپاره د تجاوزات مخنيوي كمپائن روان دے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمي په مهال د قومي …

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئيلي شوي دي چې سږ كال د ګني فصل ښه والي هيله لرو چې ورسره به د چينو بيعه مستحكمه ساتلو له مرسته تر لاسه شي، د پاكستان سټيل ملز بحالولو پريكړه شوې ، د ريلوے قيمتي زمكي راګرځولو لپاره د تجاوزات مخنيوي كمپائن روان دے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمي په مهال د قومي غذائي تحفظ وتحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين ايوان ته ووئيل تير كال د موسمياتي بدلونونو له امله د ګني فصل ځپلے شوے چې په نتيجه كښې يې پيداوار 68 لكهه ميټرك ټنه څخه 58 لكهه ميټرك ټنه پاتې شوے۔ده ووئيل بيعو كښې استحكام لپاره درې لكهه ټنه چيني درآمد شوي۔ده ايوان له باور وركړو چې د غنمو سټريټجكي پانګي به په ځائے ساتلې شي۔ده ووئيل حكومت به دا خبره باوري كوي چې د غنمو كروندګرو له به د 40 كلوګرام 3500 روپۍ بيعه وركولې شي۔ده ووئيل پاسكو سره د غنمو زيات مقدارموجود دے۔ده ووئيل د غنمو پاليسي 26 ۔ 2025 ترمخه د صوبو ترمينځه د غنمو په وړلو راوړلو كښې هيڅ ډول ركاوټ به نه وي۔ صنعت و پيداوار پارليماني سيكرټري شاهد عثمان ايوان ته ووئيل حكومت د پاكستان سټيل ملز بحالولو پريكړه كړې ۔ده ووئيل په دې لړ كښې د صنعت و پيداوار وزارت د اړخه يوه سمري وړاندې شوې ۔ده ووئيل د پاكستان سټيل ملز بحالي، جديد كاري او تنظيمِ نو لپاره د روس يوي كمپنۍ سره دوه پروټوكولز لاس ليك شوي۔د ريلوے پارليماني سيكرټري محمد عثمان اويسي د بېلو پوښتنو په ځواب ووئيل د ريلوے قيمتي زمكې راګرځولو لپاره د تجاوزات مخنيوي كمپائن پېل شوے۔ده ووئيل د جولائي 2024 نه تر جون 2025 په مهال د پاكستان ريلوے 781.84 ايكړه زمكه د تجاوزات څخه خلاصه كړې شوې ده ۔

مزید خبریں