سيټلائټ ټيكنالوجي د سمندرو تحفظ، بحري انتظام و انصرام كښې ښه والي او د ماحولياتي چيلنجونو په وخت مخنيوي كښې په زړه پوري كردار ترسره كولې شي ۔ د بحري چارو وفاقي وزير د سپاركو هيډكوارټر دورې په موقع خبري اتري

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د بندرځايونو پراختيا، سمندري تحفظ او د ماحولياتي خطرو مخنيوي لپاره د جديد خلائي نګرانۍ نظام په خپلولو زور راوړے دے۔ده ووئيل سيټلائټ ټيكنالوجي د سمندرو تحفظ، بحري انتظام و انصرام كښې ښه والي او ماحولياتي چيلنجونو مخنيوي كښې په زړه پوري كردار ترسره كولې شي۔وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په …

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د بندرځايونو پراختيا، سمندري تحفظ او د ماحولياتي خطرو مخنيوي لپاره د جديد خلائي نګرانۍ نظام په خپلولو زور راوړے دے۔ده ووئيل سيټلائټ ټيكنالوجي د سمندرو تحفظ، بحري انتظام و انصرام كښې ښه والي او ماحولياتي چيلنجونو مخنيوي كښې په زړه پوري كردار ترسره كولې شي۔وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ پاكستان اسپيس اينډ اپر ايټماسفيئر ريسرچ كميشن (سپاركو) هيډكوارټرز دورې په مهال وكړه۔ دا د بحري چارو د كوم وفاقي وزير د خپل نوعيت وړومبۍ دوره وه۔د دورې په موقع د سپاركو چيئرمېن يوسف خان او اعليٰ چارواكو وفاقي وزير له د ادارې د كار نظامِ، سائنسي هلو ځلو او به تكنيكي صلاحيتونو تفصيلي بريفنګ وركړو۔په بريفنګ كښې د سيټلائټ مانيټرنګ، بحري تحفظ او بندرځايونو انتظام كښې د سپاركو كردار رامخې ته كړے شو۔ وفاقي وزير ته د نوو بندرځايونو جوړولو لپاره په ممكنه ځايونو په سيټلائټ اډانه جائزه هم وړاندې كړې شوه،كومه چې هېواد كښې د بحري انفرااسټركچر د پراختيا تګلارې عملي عكاسي كوي۔دې نه غېر قومي سمندري حدود كښې ريليف او د ريسكيو آپريشنز په منصوبو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه،چې پكښې د سيټلائټ ټيكنالوجي او مصنوعي ذهانت د لارې عبرګون په وخت او آپريشنل كاركردګۍ ښه كولو تجاويز شامل وو۔په دې موقع وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري ووئيل ماحولياتي چيلنجونو، د موسمياتي بدلون اثرات او ساحلي سيمو ته د پېښو قدرتي آفتونو خطرو مخنيوي لپاره سيټلائټ ټيكنالوجي ضروري شوې۔ده سمندري حياتياتي تنوع تحفظ، د سمندري وسائلو جامع استعمال او د بحري ماحول تحفظ لپاره د نړيوالي مرستي زياتولو په حاجت زور راوړو۔ وفاقي وزير ووئيل د ساحلي ماحولياتي نظام د پرله پسې نګرانۍ سره د اوبو معيار او د مجموعي ماحولياتي صحت ښه والې اندازه ممكن ده ، دغسې په ډيټا اډانه پريكړي بحري څانګه كښې مؤثره پاليسۍ لپاره ضروري دي۔ده ووئيل د موسمياتي بدلون له امله د پاكستان ساحل سمندري سطح كښې زياتوالي ، ساحلي كټاؤ او د شديد موسمي پېښو په څير خطرو سره مخ يو،د كوم ترمخه چې بحري ادارو او سائنسي تنظيمونو ترمينځه قوي اشتراك عمل د وخت حاجت دے۔

مزید خبریں