د شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد معيشت د استحكام او پرمختګ پلو روان شوے۔هارون اختر خان

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د وزيرِ اعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد معيشت د استحكام او پرمختګ پلو روان شوے،مائيكرو، سمال او ميډيم انټرپرائزز (ايس ايم ايز) د پاكستان د معيشت د ملا تير دے او حكومت اېس اېم ايز د قامي پرمختګ مركز ګڼي۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته وينا كښې …

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د وزيرِ اعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد معيشت د استحكام او پرمختګ پلو روان شوے،مائيكرو، سمال او ميډيم انټرپرائزز (ايس ايم ايز) د پاكستان د معيشت د ملا تير دے او حكومت اېس اېم ايز د قامي پرمختګ مركز ګڼي۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته وينا كښې هارون اختر خان ووئيل حكومت دې خبري ته خاص پام لرنه كوي چې معاشي پاليسۍ هره ضلع او هر كوچني كاروبار ته ورسي۔ اېس ايم ايز په روزګار، پيداوار او برآمدات كښې لويې كردار ترسره كوي، دې لپاره په ټول هېواد كښې د اېس ايم اي كلسټرز سره مشاورت بشپړولو سره ټولو صوبو او د سيمو نمائندګۍ سره كوټلې اېس ايم اي پاليسي جوړه شوې۔ده ووئيل ميډ اِن پاكستان اېس اېم اي كلسټر شوكيس ايكسپو 2026 لاهور كښې د 24 نه تر 26 جنوري ايكسپو سينټركښې كيږي۔ دا ايكسپو به د پاكستان وړوكي كاروبار قامي پليټ فارم وي چې پكښې به د 30 څخه زيات كلسټر پويلينز او 174 استازي ګډون كوي۔ ميرمنو او مائيكرو كاروبارونو لپاره به خصوصي پويلينز جوړولې شي دغسې بانكونو او د مالياتي ادارو شموليت سره به اېس اېم ايز ته نيغ په نيغه مالي رسنه ترلاسه شي۔هارون اختر خان له مخې د آذربائيجان، كينيا او ملائيشيا نړيوال استازي به هم ايكسپو كښې ګډون كوي۔ د كاروباري ميرمنو شموليت د حكومت د معاشي تګلاري مهمه برخه ده،په دغه تناظر كښې نېشنل وومن انټرپرينيورشپ په پاليسۍ عملي كار پېل شوے او كاروباري ميرمنو لپاره فنډز، تربيې ته او تر ماركيټ رسنه باوري كيږي۔

مزید خبریں