د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د چين اعليٰ سياسي قيادت سره ملاقاتونه روان دي،د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه

بيجنګ 21 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د چين د عوامي سياسي مشاورتي كنفرنس (سي پي پي سي سي) چيئرمېن وانګ هوننګ سره ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر …

بيجنګ 21 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د چين د عوامي سياسي مشاورتي كنفرنس (سي پي پي سي سي) چيئرمېن وانګ هوننګ سره ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر او سي پي پي سي سي چيئرمېن د پاك-چين سټريټجكي شراكت داري لا قوي كولو ته اتفاق وكړو ۔په دې موقع سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان د اړخه ون چائنا پاليسي او د صدر شي جن پنګ د نړيوالو اقداماتو بشپړه مرستې پخلے وكړو۔ملاقات كښې ډلو د سي پيك، بيلټ اينډ روډ منصوبې او تجارتي مرستي په وده د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔سپيكر سردار اياز صادق په پاكستان كښې د پاك-چين شريكې ګټې منصوبو او د چينائي وګړو تحفظ له د پاكستان د غير متزلزل عزم پخلے وكړو دغسې د سي پي پي سي سي چيئرمېن وانګ هوننګ د پاك-چين 75 كالو ملګرتيا په مناسبت سره د پاك-چين ملګرتيا ودي له د عزم پخلے وكړو۔دغسې ډلو د پاك-چين سفارتي اړيكو 75 مي سالګرې په موقع عملي مرستي زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں