وفاقي وزير جام كمال خان سره د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ ملاقات ٬ د زرعي تجارت او اقتصادي همكارۍ په زياتولو اتفاق

اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د چين سفير جیانګ ژائی ډونګ ملاقات وكړو۔ دا ملاقات د پاكستان چين زرعي سرمايه كارۍ كنفرنس په موقع وشو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو لخوا د اقتصادي رابطو استحكام او پراختيا ستراتيجيكي پام لرنه وګرځولې شوه۔ د تجارت وفاقي وزير په مشرۍ كښې په پاكساني پلاوي كښې د تجارت سېكرټري ، د ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی …

اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د چين سفير جیانګ ژائی ډونګ ملاقات وكړو۔ دا ملاقات د پاكستان چين زرعي سرمايه كارۍ كنفرنس په موقع وشو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو لخوا د اقتصادي رابطو استحكام او پراختيا ستراتيجيكي پام لرنه وګرځولې شوه۔ د تجارت وفاقي وزير په مشرۍ كښې په پاكساني پلاوي كښې د تجارت سېكرټري ، د ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی آف پاکستان چيف اېګزېكټو او د خارجه وزارت اعلی چارواكي شامل وو۔ وفاقی وزیر د چين سفير ته هركلے اووې او د پاكستان برآمدت زياتولو له يۍ د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل پاكستان برآمدات زياتولو له په ګڼ اړخيزه تګلاره عمل كوي ٬ په كومه كښې چی د حکومت حكومت سره (G2G) همكارۍ سره سره د كاروبار كاروبار سره (B2B) رابطې استعمالولو سره د اقتصادي همكارۍ لا مضبوطولو ته خاص پاملرنه كولې شي۔ دواړو د موجوده تجارتي وضعې بشپړ جاج واغست او دې ته د پراختيا وركولو په لارو يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د چين سفير د مضبوط زرعي تجارت اهميت تسليمولو سره د چين د امپورټ رېګولېټری فرېم ورک هم جاج واغست۔ دواړو په دې اتفاق وكړو چې مثبت پېشرفت په ځاے ساتلو له به يو بل سره رابطه او مكالمه دوامداره ساتلې شي

مزید خبریں