اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري سره د مفتي اعظم پاكستان مفتي منيب الرحمن په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي وضعه ٬ امن په ځايې كولو او د مذهبي همغږۍ په شمول علماﺀ كرامو ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال د علماﺀ كرامو مسئلو حل كولو له …
وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري سره د مفتي منيب الرحمن په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات ٬ علماﺀ كرامو ته پيښې مسئلو حل كولو له به كميټي جوړه كړې شي

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري سره د مفتي اعظم پاكستان مفتي منيب الرحمن په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي وضعه ٬ امن په ځايې كولو او د مذهبي همغږۍ په شمول علماﺀ كرامو ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال د علماﺀ كرامو مسئلو حل كولو له د يوې خصوصي كمېټۍ جوړولو پرېكړه وكړې شوه۔ د كمېټۍ په غړو كښې به مفتي منيب الرحمن او نور جيد علماﺀ كرام شامل وي۔ دا كمېټي به د مسئلو مستقل او د عمل وړ حل لپاره خپل سفارشات وړاندې كوي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د مفتي منيب الرحمن او نورو علماﺀ كرامو خذمات ستائلو سره ووئيل چې مفتي منېب الرحمن ټولو لپاره قابل احترام دے او هغه تل د يو والي درس وركړے دے۔ هغه د ټولو يو ځاې ساتلو كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ محسن نقوی په دې خبره زور راوړو چې مونږ ټول يو يوو او پاكستان تر ټولو وړاندے دے۔ ده باور وركړو چې د علماﺀ كرامو د مسئلو جاج اغستلو سره به د هغې فوري حل كولو له ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ وزیر مملکت طلال چوهدری ووئيل چې د پاكستان استحكام لپاره د علماﺀ كرامو خذمات د ستائنې وړ دي۔ د ملاقات په پايه كښې مفتي منېب الرحمن د هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ ٬ استحكام او سوكالۍ له خصوصي دعا وكړه۔ په پلاوي كښې علامه لیاقت حسېن ازهری، مفتی عابد مبارک المدنی او ملک اېم ابراهیم شامل و۔ په دې موقعوفاقی سېکرټری خرم آغا، آئی جی اسلام آباد علی ناصر رضوی او نوراعلی چارواكي هم موجود وو۔











