د پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل عاصم منير د نېشنل پوليس اكېډمي دوره٬ پي اېس پي افسرانو سره خبرې

پېنډۍ 20 جنوري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل عاصم منير نشان امتياز (ملټري) د نېشنل پوليس اكېډمي دوره٬ پي اېس پي افسرانو سره خبرې كړې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې اكېډمي ته په راسېدو د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د نېشنل پوليس اكېډمي کمانډنټ تود هركلے وكړو او د پوليس يوې چټك ډلې دوي ته ګارډ …

پېنډۍ 20 جنوري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل عاصم منير نشان امتياز (ملټري) د نېشنل پوليس اكېډمي دوره٬ پي اېس پي افسرانو سره خبرې كړې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې اكېډمي ته په راسېدو د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د نېشنل پوليس اكېډمي کمانډنټ تود هركلے وكړو او د پوليس يوې چټك ډلې دوي ته ګارډ آف انر وړاندې كړو۔ په دې موقع فيلډ مارشل عاصم منير د پوليس شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني هم وكړه۔ ده د ترهګرۍ٬ جرائم او د كورنۍ سلامتيا چېلنجز په مقابله كښې د پوليس د عظيم قربانو اعتراف هم وكړو۔ د دورې په مهال فيلډ مارشل د سکول فار هائي-امپيکټ ايليټ لاء انفورسمنټ ډويلپمنټ (SHIELD) سره سره د تربيې پروګرامونو او اقداماتو په اړه خبر كړې شو چې مقصد ئې د پوليس استعداد کار كښې اضافه او جديد كاري ده۔ فيلډ مارشل په دې موقع كېډټ اے اېس پيز سره خبرې هم وكړې۔ د دورې په مهال انسپکټرز جنرل آف پوليس (آئي جي پيز)، ايډيشنل آئي جي پيز، او سينئر پوليس چارواكو ته وېنا هم وكړه فيلډ مارشل ووئيل چې د امن او امان نفاذ لپاره د پوليس ذمه واري يو مقدس امانت دے او پاك پوځ به مېړنو او د فخر وړ پوليس اهلكارو سره تل ولاړ وي۔ په دې موقع سينئر پوليس مشرانو د پوليسنګ معيار لا مستحكم كولو٬ وظيفائي صلاحيتونه زياتولو او د عصري امنيتي چېلنجونو مخنيوي لپاره د خپل عزم پخلې وكړو۔ د دورې په مهال داخله وزير سيد محسن نقوي، او وزير مملكت طلال چوهدري هم موجود ٶ

مزید خبریں