پاکستان په توان، كر كېله ، معدنيات او د جديد ټيکنالوجي پشمول بېلو څانګو كښې شريكې مرستې او سرمايه كارۍ كښې خوښې لري۔ وزيراعظم شهباز شريف

زيورخ 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان په توان، كركېله ، معدنيات او د جديد ټيکنالوجي پشمول بېلو څانګو كښې شريكې مرستې او اوږد مهاله سرمايه كارۍ كښې خوښې لري۔ د نهې په ورځ خپل ايکس پېغام كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووېيل زه د ورلډ اکنامك فورم په موقع نړيوال تجارت او د سرمايه كارۍ شراكتدارو سره د پاکستان روابط زياتولو لپاره د …

زيورخ 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان په توان، كركېله ، معدنيات او د جديد ټيکنالوجي پشمول بېلو څانګو كښې شريكې مرستې او اوږد مهاله سرمايه كارۍ كښې خوښې لري۔ د نهې په ورځ خپل ايکس پېغام كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووېيل زه د ورلډ اکنامك فورم په موقع نړيوال تجارت او د سرمايه كارۍ شراكتدارو سره د پاکستان روابط زياتولو لپاره د سوئټزرلينډ ډيووس ته رسېدلے يم۔ ده ووئيل د پاکستان د جاري معاشي اصلاحات په سبب پراخه موقعې رامخې ته كېږي د كومې بنياد چې مضبوطو او د کاروباري صلاحيتونو نه ډك افرادي قوت دے۔ ده ووئيل توان، كر كېله، معدنيات او د جديد او رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجيز په څانګو كښې ځانګړې امكانات موجود دي كوم چې مونږ په شريكه ګټوره معاشي مرسته او په اوږد مهاله سرمايه كارۍ بدلولو لپاره چمتو يو۔

مزید خبریں