پي سي اېس ټي تحليل نه پس د هغې ټولي کارهائے منصبي د سائنس و ټيکنالوجي وزارت ته سپارلې شوي۔د سائنس اينډ ټيکنالوجي پارليماني سيکرټري نګهت شکيل خان قومي اسمبلۍ كښې ځواب

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوې چې پاکستان کونسل فار سائنس اينډ ټيکنالوجي (پي سي ايس ټي) تحليل نه پس د هغې ټولي کارهائے منصبي د سائنس و ټيکنالوجي وزارت ته سپارلې شوي۔ د ګل په ورځ قومي اسمبلۍ په غونډه كښې پوښتنو دمې په مهال د سيد رفيع الله د پوښتني په ځواب كښې پارليماني سيکرټري نګهت شکيل خان ايوان ته ووئيل د …

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوې چې پاکستان کونسل فار سائنس اينډ ټيکنالوجي (پي سي ايس ټي) تحليل نه پس د هغې ټولي کارهائے منصبي د سائنس و ټيکنالوجي وزارت ته سپارلې شوي۔ د ګل په ورځ قومي اسمبلۍ په غونډه كښې پوښتنو دمې په مهال د سيد رفيع الله د پوښتني په ځواب كښې پارليماني سيکرټري نګهت شکيل خان ايوان ته ووئيل د خزاني وفاقي وزير په مشرۍ كښې رائيټ سائزنګ کمېټۍ د سائنس و ټيکنالوجي وزارت ترمخه د کار کردګۍ جاج اخستلې، وفاقي کابينې په 01 جنوري 2025ء په غونډه كښې د کمېټۍ د سفارشات منظوري وركړي۔کمېټۍ د سفارشات په بنياد په 01 جنوري 2025 ء په شوي غونډه كښې وفاقي کابينې د پاکستان کونسل فار سائنس اينډ ټيکنالوجي (پي سي ايس ټي) تحليل کولو منظوري وركړي،د پي سي ايس ټي په تحليل كيدو د هغې ټولي کارهائے منصبي د سائنس و ټيکنالوجي وزارت ته سپارل شوي۔دي ووئيل د ځيني ادارو احياء نو لپاره اقدامات او هڅي كيږي، پنشن او نورو مسئلو حل لپاره هم اقدامات کيږي

مزید خبریں