چين د نړۍ نورو هېوادونو لپاره نوې موقعې رامخئ ته كړي۔ جنانګ ژائي ډونګ

اسلام آباد۔19جنوري (اے پي پي) د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ وئيلي دي د پاکستان چين زرعي سرمايه کاري په کنفرنس كښې ګډون زما لپاره د خوشحالۍ خبر ده٬ زرعي خبرو له يو راغونډېدل د اهميت وړ ده ٬ په نړيوال پرمختګ كښې زمونږ برخه 30 فيصد ده ٬ چين د نړۍ نورو هېوادونو لپاره نوې موقعې رامخئ ته كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ …

اسلام آباد۔19جنوري (اے پي پي) د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ وئيلي دي د پاکستان چين زرعي سرمايه کاري په کنفرنس كښې ګډون زما لپاره د خوشحالۍ خبر ده٬ زرعي خبرو له يو راغونډېدل د اهميت وړ ده ٬ په نړيوال پرمختګ كښې زمونږ برخه 30 فيصد ده ٬ چين د نړۍ نورو هېوادونو لپاره نوې موقعې رامخئ ته كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاك چين ايګري انويسټمنټ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د ه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې تېر كال په معيشت كښې د 3 فيصده نه د زيات پرمختګ ستائنې كولو سره ووئيل د مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې دا شرح 3.71 فيصد ته رسېدلې ده، په يو شمېر مهمو معاشي اشارو كښې بهتري راغلې ده، د ګرانۍ شرح په 4 فيصد برقرار، د اولس د ژوند معيار بهتر شوے دے٬ د کرنټ اکاٶنټ سرپلس 2.1 اربه امريکائي ډالر ته رسېدلے دے٬ د پاکستان د زرمبادله پانګې د 21.2 اربه ډالرو نه زياتې شوې دي چې په دې وزيراعظم شهباز شريف او د پاكستان وروڼو له مباركي وركوم۔ ده ووئيل په كال 2026 كښې به چين 15مه پنځه كلنه منصوبه جوړولو سره په په هغې عملدرامد كوي۔ د وزيراعظم د چين دورې په مهال په پرېكړو به عملدرامد ګړندې كوو، صدر شي جن پنګ، د پاکستان صدر او وزيراعظم ترمېنځه په شوې اتفاق به بشپړه عملدرامد كوٶ، پرمختيائي منصوبو او دوه اړخيزه اېكشن پلانز ترمېنځه به همكارۍ ته لا وده وركوٶ۔ ده ووئيل د سفارتي اړيكو په 75مه سالګره په موقع اړيكې نوې لوړې كچې ته د رسولو د عزم څرګندونې سره ده ووئيل امنيتي مرسته او حفاظتي انتظامات به هم مضبوطوٶ، د ترهګرۍ ضد جنګ كښې به د پاكستان په ثابت قدمۍ سره ملاتړ روان ساتو۔ په دستوره كښې د پاكستان او چين ترمېنځه د اړيكو په حواله دستاويزي فلم هم وښودلے شو چې پكښې د دواړو هېوادونو تجارتي٬ سفارتي او د ورورولۍ اړيكو د بېلو اړخونو احاطه شوې ده ۔

مزید خبریں