اسلام آباد ۔19 جنوري (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن بېرسټر ګوهر وئېلي دي د اپوزېشن ليډر نوټيفېكشن جاري كول د قامي اسمبلۍ اسپيكر اختيار دے ٬ كوم چې هغه جاري كړے دے۔ د ګل په ورځ د سپرېم كورټ نه بهر مېډيا سره خبرو كښې ده ووئېل د پي ټي آئې باني سره د ملاقات نه پس به جوديشل كمېشن غونډه كښې د ګدون پرېكړه كوو۔ ده …
د پي ټي آئې باني سره د ملاقات نه پس به د جوډيشل كمېشن په غونډه كښې د ګدون پرېكړه كوو٬ بېرسټر ګوهر
اسلام آباد ۔19 جنوري (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن بېرسټر ګوهر وئېلي دي د اپوزېشن ليډر نوټيفېكشن جاري كول د قامي اسمبلۍ اسپيكر اختيار دے ٬ كوم چې هغه جاري كړے دے۔ د ګل په ورځ د سپرېم كورټ نه بهر مېډيا سره خبرو كښې ده ووئېل د پي ټي آئې باني سره د ملاقات نه پس به جوديشل كمېشن غونډه كښې د ګدون پرېكړه كوو۔ ده ووئېل د پي ټي آئې موقف دا ؤ چې كوم هم ججان تعيانت كېږي ٬ مونږ د هغې طريقه كار برخه پاتي شو او خپل موقف وړاندې كړو۔ په سېنېټ كَښې د پوزېشن ليډر ټاكنې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې بېر سټر ګوهر ووئېل مونږ ته وئېلې شوي دي چې نن يا سبا به په سېنېټ كښې د اپوزېشن ليډر نوتېفېكېشن وكړے شي۔ د غزه امن كمېټۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل غزه يوه ډېره سنجيده مسئله ده او د ټولې نړۍ بشمول امت په دې خبره متفق دے چې د فلسطين مسئلې يو تل پاتي او دائمې حل راوتل پكار دے۔ د فلسطين مسئلې حل د ملګرو ملتونو قراردادوزنو تر مخه پكار دے۔ ده ووئېل مسلم امه او پاكستان ته د حالاتو تر مخه په دې حقله پرېكړه كول پكار ده۔ د پي ټي آئې د اړخه د غزه امن كمېټۍ مرستې په اړه ده ووئېل چې كله دا معامله پارلمان ته راشي نو د ګوند موقف به واضحه كړو۔











