اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره برطانيه څخه د وېسټ هیم یونائیټډ لندن پریمیئر لیګ کوچ راشد ابا ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان په بېلو ضلعو كښې د فټ بال لوبې ته په ودې وركولو او د ټېلېنټ په رامخې ته كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د پاكستان ځوانانو لپاره آؤټ ډور لوبو ته …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني سره برطانيه څخه د ويسټ هيم يونائيټډ لندن پریمیئر لیګ کوچ راشد ابا ملاقات
اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره برطانيه څخه د وېسټ هیم یونائیټډ لندن پریمیئر لیګ کوچ راشد ابا ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان په بېلو ضلعو كښې د فټ بال لوبې ته په ودې وركولو او د ټېلېنټ په رامخې ته كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د پاكستان ځوانانو لپاره آؤټ ډور لوبو ته ودې وركولو له به خصوصي اقدامات كول وي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د فټ بال ټېلېنټ موجود دے او ځوانان د فټ بال په لوبه كښې خصوصي خوښي لري بياهم ضرورت د دې خبرې دے چې دوئي لپاره زياتې نه زياتې موقعې برابر كړې شي۔ ده ووئيل په سوئيلي پنجاب كښې فټ بال او نورو لوبو ته ودې وركولو له به زيات كار كول وي او د نړيوالو كوچز او پوهانو په مشرۍ كښې لوبو او سمو فعاليتونو له په ګډه هڅې كېدې شي۔ ده د راشد ابا د هڅو ستائنه وكړه۔ راشد ابا څوك چې په نړيواله كچه شهرت لرونكے فټ بال كوچ دے دا مهال د پاكستان په دوره دے۔ په ملاقات كښې راشد ابا سره د مسلم هېنډز استازے هم موجود ؤ ۔ د اداري استازي د نړيوال شهرت لرونكي كوچ د دورې د اغراض او مقاصدو او د فټبال وده لپاره د پوورته كړو اقداماتو چيئرمېن خبر كړو۔ د سېنېټ چيئرمېن د مسلم هینډز د فټبال د لارې د سكول نه د بهر ماشومانو او د سټرېټ چلډرن په مثبت هلو ځلو كښې د مصروف پاتې كېدو د عمل ستائنه وكړه٬ په دې موقع نړيوال شهرت لرونكي كوچ راشد ابا د سېنېټ چيئرمېن ته د ویسټ هیم یونائیټډ شرټ هم وركړو۔











