اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د پوليو مخنيوي پروګرام لپاره د وزیراعظم فوکل پرسن عائشه رضا فاروق سره د اسلامي پرمختيائي بنك اعلې كچې پلاوي په نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر فار پولیو ایراډېکیشن اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د اسلامي پرمختيائي بنك نائب صدر (آپرېشنز) ډاکټر رامی محمود احمد كوله۔ د ملاقات په مهال عائشه رضا فاروق كال 2012ء څخه د پاكستان پوليو ختمولو پروګرام لپاره په پرله …
د پوليو مخنيوي پروګرام لپاره د وزیراعظم فوکل پرسن عائشه رضا فاروق سره د اسلامي پرمختيائي بنك ملاقات
اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د پوليو مخنيوي پروګرام لپاره د وزیراعظم فوکل پرسن عائشه رضا فاروق سره د اسلامي پرمختيائي بنك اعلې كچې پلاوي په نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر فار پولیو ایراډېکیشن اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د اسلامي پرمختيائي بنك نائب صدر (آپرېشنز) ډاکټر رامی محمود احمد كوله۔ د ملاقات په مهال عائشه رضا فاروق كال 2012ء څخه د پاكستان پوليو ختمولو پروګرام لپاره په پرله پسې مرسته او بشپړ ملاتړ د اسلامي پرمختيائي بنك مننه وكړه۔ په دې موقع پلاوې د پاكستان پوليو فري سباؤن پلو ښكاره پېشرفت څخه خبر كړے شو چې ورسره په تېرو درېو لسيزو كښې د پوليو كېسونو كښې 99 فيصد كمے رامخې ته شوے دے۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول كال 2012ء څخه د اسلامی پرمختيائي بنك لخوا په مجموعي توګه د 587 ملین امریکائي ډالرو مرسته شوې ده د كومې د لارې چې هر كال 45 ملین څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د بچ كولو څاڅكي وركولې شي۔ په بريفنګ كښې د دې خبرې اعتراف هم وكړے شو چې ځينې چېلنجونه په كومو كښې چې كوچنيانو ته رسېدو كښې ستونزې ٬ د آبادۍ نقل وحركت ٬ غلط معلومات او د ځاے آپرېشنل خلا شامله ده ٬ اوس هم موجود دي خو د دې باوجود حكومت ټولو كوچنيانو لپاره پوليو څخه د پاك پاكستان عزم پخلي سره وئيلي دي د مضبوط قيادت او د باور وړ همكارانو په مرسته هيله لرؤ چې هېواد څخه به پوليو په بشپړ توګه ختمه كړې شي











