ډيجيټل نيشن پاكستان يو بشپړ وژن دے ٬ حكومتي نظام دمه په دمه ډیجیټل كولې شي: د خزانې سلاحكار

لاهور۔19جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي ''ډیجیټل نېشن پاکستان'' يوازې يوه منصوبه نه بلكې يو بشپړ وژن دے چې له مخې يۍ حكومتي نظام دمه په دمه ډيجيټل كولې شي۔ ده د ګل په ورځ په اېكسپو سېنټر كښې د 27 م آئی ټي سي اېن اېشیا په موقع فن ټېک فارورډ فورم ته خطاب كولو۔ خرم شهزاد ووئيل دا مهال 99 فیصد فائلونه …

لاهور۔19جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي ”ډیجیټل نېشن پاکستان” يوازې يوه منصوبه نه بلكې يو بشپړ وژن دے چې له مخې يۍ حكومتي نظام دمه په دمه ډيجيټل كولې شي۔ ده د ګل په ورځ په اېكسپو سېنټر كښې د 27 م آئی ټي سي اېن اېشیا په موقع فن ټېک فارورډ فورم ته خطاب كولو۔ خرم شهزاد ووئيل دا مهال 99 فیصد فائلونه يو وزارت څخه بل وزارت ته په ډيجيټل توګه منتقل كولې شي چې ورسره د فائلونو د ضائع كېدو يا د دې په منتقلۍ كښی د تاخير مسئلې ختمې شوي دي ۔ اوس به څوك دا وئيلې نه شي چې فائل نه دے راغلے۔ خرم شهزاد ووئيل د حكومت دا ښكاره دريځ دے چې 120 ملین اکاؤنټس او د حکومت څخه حکومت ته (جی ټو جی) ټولې چارې دې 100 فيصد ډیجیټل كړې شي او د روان كال په مهال به ټول حكومتي نظام په ډيجټل بنيادونو اودرولې شي۔ ده ووئيل ډیجیټل معیشت ته ودې وركولو له کرپټو هولډرز ته په ټېكس كښې د مراعات په وركولو هم غور روان دے او په دې لړ كښې په مختلف آپشنز بحث كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې خرم شهزاد ووئيل د انډسټریل پالېسۍ لاندې سرمايه كارانو ته خصوصي مراعات وركولې شي او ځوانانو ته كاروبار پېل كولو له كوچني پورونه وركولې شي دغسې چې هغوي په خپلو پښو اودرېږي۔ ده ووئيل د هنرمندو وګړو ډاډګيرنې له اسكل بانډز هم جاري كولې شي۔ په نړيوال تناظر خبره كښې ده ووئيل د بټ كوائن نړيواله سپلائي نزدې تر 21 ملین محدود ده چې له امله يۍ د ډیجیټل اثاثو نن په نړيواله مالياتي منظرنامه كښې غېر معمولي اهميت اختيار كړے دے۔ په رېګولېټري او اداره جاتي چارو خبرو كښې خرم شهزاد ووئيل د کرپټو اثاثو رېګولېټ كولو او په دې په بشپړه توګه پوهېدو له د يو خصوصي فرېم ورك يا اتھارټي په جوړولو غور كېږي بياهم پاكستان په دې مېدان كښې په ابتدائي پړاؤنو كښې دے۔ ده د متحده عرب امارات مثال وركولو سره ووئيل هلته ورچوئل اثاثو لپاره يو منظم او مؤثر نظام وړاندې څخه موجود دے او پاكستان هم نړيوالو غوره تجربو څخه زده كړې كولو سره په محتاط ډول خو باور سره مخ په وړاندې روان دے۔ د سېشن په پايه كښې د متوازن پالیسي سازۍ، د جدت طرازۍ موافق رېګولېشنز او د نړيوالو تګلارو په اهميت زو راوړلے شو

مزید خبریں