كشمير د پاكستان د ملا تير دے٬تر څو چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل نه شي ٬ په منطقه كښې تل پاتي امن ممكن نه دے۔د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام كيپ تاؤن كښې د پاكستان او كشميري كميونټۍ ګرينډ كنونشن ته خطاب

كيپ ټاؤن 19جنوری(اے پی پی)د كشمير او د ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي كشمير د پاكستان د ملا تير دے٬تر څو چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل نه شي په منطقه كښې پائيدار امن ممكن نه دے۔ده په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغه د هند ظلمونو نوټس واخلي او كشميري اولس ته د هغوي د حق خود …

كيپ ټاؤن 19جنوری(اے پی پی)د كشمير او د ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي كشمير د پاكستان د ملا تير دے٬تر څو چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل نه شي په منطقه كښې پائيدار امن ممكن نه دے۔ده په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغه د هند ظلمونو نوټس واخلي او كشميري اولس ته د هغوي د حق خود اردايت وركولو كښې خپل كردار ادا كړي۔دا خبره ده د ګل په ورځ كيپ ټاؤن ساؤتھ افريقه كښې پاكستاني او كشميري كميونټۍ لخوا راجوړ كړي ګرينډ كنونشن ته د خطاب كولو په مهال وكړ ۔د سوئېلي افريقې به تاريخ كښې په وړومبي ځل يو داسې لويې كنونشن وشو چې پكښې د ټولو سياسي ګوندونو نمائندګانو ګډون وكړو۔كنونشن كښې د پاكستانيانو او كشميريانو په لويه شمېره ګډون وكړو او ساؤتھ افريقه د ټولو ګوندونو پارليمنټيرينز هم په دستوره كښې موجود وو۔د پاكستان هائي كمشنر ملك فاروق هم په دې موقع موجود ؤ ۔انجينئر امير مقام ووئيل د هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينې خلاف ورزو يو اوږد تاريخ لري او د بد مرغه دا لړۍ نن هم روانه ده۔ده واضحه كړه چې پاكستان په محفوظ لاسونو كښې دے او د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې معركه حق كښې دښمن ته عبرت ناكه وركړی شوې۔وفاقي وزير سمندر پورې پاكستانيان د قام قيمتي اثاثه ګرځولو سره ووئېل د هغوي لخوا رالېږلې شوې ترسيلات زر د هېواد معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ده بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مننې كولو سره ووئېل وفاقي حكومت د سمندر پورې پاكستانيانو مسئلو حل لپاره سنجيده اقدامات كوي۔ده ووئيل ساؤتھ افريقه چارواكو سره پاكستاني كميونټۍ ته په ورمخې ته مسئلو خبرې شوي او د پاكستان په هوائي ميدان سمندر پورې پاكستانيان د غېر ضروري ځورونې څخه بچ كولو لپاره به هم اړوند چارواكو سره خبرې وكړم۔د دې نه علاوه كيپ ټاؤن كښې پاكستاني قونصليټ جوړولو په سفارش او دوه اړخيزه تجارت زياتولو باندې هم خبرې شوي دغسې د پارليماني روابط لا قوي كولو ته هم اتفاق راغلے ۔كنونشن ته خطاب كښې د ساؤتھ افريقې پارليمنټيرينز د كشمير په مسئله د پاكستان د ملاتړ اعلان وكړو ۔حكومت او رد اپوزېشن ټولو ګوندونو استازو په وېناګانو كښې د پاكستان د دريځ تائيد وكړو او د كشميري اولس حق خود اراديت د ملاتړ يې پخلے وكړو ۔د دستورې په اختتام پاكستاني كميونټۍ د وفاقي وزير انجينئر امير مقام مننه وكړه او د پاكستان سره يې د غېر متزلزل تړون څرګندونه وكړه

مزید خبریں