اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د جمعيت علماء اسلام مرکزي سيکرټري جنرل مولانا عبدالغفور حيدري د قامي اسمبلۍ پخواني غړي د جمعيت علماء اسلام ضلع بټګرام پخواني امير او نوموړي عالم دين شيخ الحديث قاري محمد يوسف په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د جے يو آئي مرکزي ميډيا سيل د اړخه جاري شوي بيان له مخې مولانا عبد الغفور حيدري ووئيل قاري محمد يوسف ارواښاد …
مولانا عبدالغفور حيدري د قامي اسمبلۍ پخواني غړي قاري محمد يوسف په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د جمعيت علماء اسلام مرکزي سيکرټري جنرل مولانا عبدالغفور حيدري د قامي اسمبلۍ پخواني غړي د جمعيت علماء اسلام ضلع بټګرام پخواني امير او نوموړي عالم دين شيخ الحديث قاري محمد يوسف په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د جے يو آئي مرکزي ميډيا سيل د اړخه جاري شوي بيان له مخې مولانا عبد الغفور حيدري ووئيل قاري محمد يوسف ارواښاد خپل ټول ژوند د قرآن و حديث خدمت، تدريس او د ديني اقدار ودي لپاره وقف کړے ؤ،هغه د جمعيت علماء اسلام يو سنجيده، باعمله او مخلص کارکن ؤ ٬ د هغه ديني، پارليماني او سياسي خدمات به عمر له ياد ساتلې شي۔ مولانا عبدالغفور حيدري دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجمي كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔











