اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري سره د نړيوال بينك يو اعليٰ پائې پلاوي او د اسلامي ترقياتي بينك نائب صدر (آپريشنز) ډاکټر رامي احمد ملاقات کړے دے چې پكښې د پاکستان د توان څانګه كوټلې كولو ، موثره او په جديد ډول روانولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پاور ډويژن وياند له مخې د نړيوال بانك پلاوي مشري …
د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د نړيوال بانك د اعليٰ پائې پلاوي او د اسلامي ترقياتي بينك نائب صدر (آپريشنز) ډاکټر رامي احمد ملاقات
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري سره د نړيوال بينك يو اعليٰ پائې پلاوي او د اسلامي ترقياتي بينك نائب صدر (آپريشنز) ډاکټر رامي احمد ملاقات کړے دے چې پكښې د پاکستان د توان څانګه كوټلې كولو ، موثره او په جديد ډول روانولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پاور ډويژن وياند له مخې د نړيوال بانك پلاوي مشري د ورلډ بينك مينځني ختيز ، شمالي افريقې، افغانستان او پاکستان ريجن نائب صدر عثمان ډيون كوله۔په دې موقع د اسلامي ترقياتي بينك نائب صدر (آپريشنز) ډاکټر رامي احمد هم د وفاقي وزير سره ملاقات وکړو ۔ وفاقي وزير د ورلډ بينك پلاوي هركلے وكړو او پاکستان كښې د پرمختيائي پروژو لپاره يې د ادارې د پخواني معاونت مننه وكړه۔ده د ورلډ بينك هيډکوارټرز اوسنۍ دورې حواله وركولو سره ووئيل توان ته پېښو چيلنجونو مخنيوي لپاره د قوي شراکت دارو تسلسل ته اړتيا ده۔د خبرو اترو په مهال د ورلډ بينك پلاوي د باور وړ او د كم لګښت توان نظام په اهميت زور راوړو دغسې د اسلامي ترقياتي بينك نائب صدر ډاکټر رامي احمد د كوټلي توان ودې لپاره د شريك اقدامات امکانات رامخې ته كړل۔ وفاقي وزير د بجلۍ څانګه كښې هدفي اصلاحات د لارې ښه والي له د عزم پخلي سره ووئيل حکومت د پيداوار، ترسيل او وېش په ټولو څانګو كښې په اصلاحات عمل كوي۔په دې موقع عثمان ډيون او ډاکټر رامي احمد د توان څانګه كښې اصلاحات لپاره د پاكستان حکومت او د توان وزارت هڅي وستائېلي۔











