اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف زراعت، آئي ټي او د اے آئي پشمول په بېلو څانګو كښې د چين پرمختګ مثالي ګرځولو سره وئيلي دي پاکستان د چين تجربو او پوهې څخه استفادې سره په كلونو كښې نه په مياشتو كښې كمال ښودلې شي، ځوانان زمونږ سباون او د راتلونكي سبا اميد دے، چين د پاکستان ازمائيلے شوے دوست او هر ډول مرستې لپاره …
پاکستان د چين تجربو او پوهې څخه استفادې كولو سره په كلونو كښې نه په مياشتو كښې كمال ښودلې شي، د پاکستان معيشت د استحکام نه وروستو تل پاتي پرمختګ پلو روان دے٬ سي پيك ټو به د حقيقت او كاميابۍ په لاره سموٶ، وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف زراعت، آئي ټي او د اے آئي پشمول په بېلو څانګو كښې د چين پرمختګ مثالي ګرځولو سره وئيلي دي پاکستان د چين تجربو او پوهې څخه استفادې سره په كلونو كښې نه په مياشتو كښې كمال ښودلې شي، ځوانان زمونږ سباون او د راتلونكي سبا اميد دے، چين د پاکستان ازمائيلے شوے دوست او هر ډول مرستې لپاره چمتو دے، د پاکستان معيشت د استحکام نه وروستو تل پاتي پرمختګ پلو روان دے٬ سي پيك ټو به د حقيقت او كاميابۍ په لاره سموٶ، چين څخه د زراعت جديد تربيه ترلاسه كوٶنكي يو زر زرعي ګريجويټس د زرعي معيشت تقدير بدلولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاك چين ايګري انويسټمنټ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران رانا تنوير حسېن، جام کمال، اويس لغاري، عطاء الله تارړ، شزا فاطمه خواجه پشمول نور وزيران او وزراء مملکت، پاکستان كښې د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ، بيجنګ كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي، پاکستاني او د چين کمپنو نمائندګان او سركاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم كركيله د پاکستاني معيشت د ملاتير ګرځولو سره ووئيل په دې كښې پراخه موقعې موجود دي٬ جديد ټيکنالوجي كاروالو سره به پېداوار زياتول وي٬ په دې لړ كښې ځېنې كاميابۍ ترلاسه شوې دي٬ ډېر څه كول پاتې دي، سائنسدانانو او زرعي پوهانو له به د اوبو ښه استعمال، د كر جديد طريقې كارول وي او ويليو چين، کولډ چين او ويليو ايډيشن به باوري كولې وي۔ وزيراعظم ووئيل چين پاکستان ته ښه هنرونه او ټېكالوجي وركوي، په كال 2024ء او 2025 كښې چين كښې بي ټو بي او د جي ټو جي مفاهمتي يادداښتونو تبادله شوې، دا اېم او يوز د پاکستان او چين کاروباري ادارې په ګډه په عملي لوظنامو بدلوي۔ وزيراعظم ووئيل د يو زر پاكستانو زرعي ګريجويټس ګرد هېواد څخه په مېرټ ټاكنې سره د چين زرعي يونيورسټۍ او تحقيقاتي مراکزونو ته استولي شوي چرته څخه چې ھغوي ښه معياري تربيه او پوهه ترلاسه كړې ده٬ ھغوي به دلته د راتللو سره د كروندګرو مرسته كوي٬ د هغوي هنرونو او صلاحيتونو نه استفادې سره د زرعي معيشت تقدير بدلېدے شي۔ ده د چين د سفير د وېنا ستائنې كولو سره ووئيل زرعي تکنيك، آئي ټي او د مصنوعي زېركتيا په څانګو كښې د چين ترقي بې مثاله ده، د پاکستان او چين دوستانه اړيكې په كلونو اډنه دي او سږ كال مونږ د خپلو سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځو۔ ده د پاکستان په كروندګرو، د زرعي ادارو او په پوهانو زور راوړو چې راوړندې شئ د خپلو صلاحيتونو مظاهره وكړي او كمال اوښائي د كومې چې د پاكستان زرعي معيشت ته اړتيا ده۔ ده په افراط زر، پاليسي ريټ كښې ځانګړې كمے٬ په برامدات كښې اضافه او د معاشي اشاريو د ښه والي ذكر كولو سره ووئيل د پاکستان معيشت د استحکام نه وروستو تل پاتې پرمختګ پلو روان دے، په زراعت كښې چين د پاکستان هر ډول ممكنه مرستې له چمتو دے، پاکستان د چينائي وګړو او چين د پاكسانيانو دوېم كور دے، د دواړو هېوادونو دوستي د فولادو نه مضبوطه او د شاتو نه زياته خوږه ده٬ ده ووئېل د چين صدر يو وژنري لارښود دے څوك چې نه يوازې د چين په پرمختګ بلكې په ګڼ اړخيزه اړيكو او مشتركه تقدير باور لري۔ وزيراعظم ووئيل زه سي پېك ټو په حقيقت او كاميابۍ بدلېدو ته سترګې په لار يم۔ وزيراعظم پاکستان كښې د ځوانانو لويه آبادي يو چېلنج سره سره يوه لويه موقع ګرځولو سره ووئيل دا ځوانان بلها صلاحيتونه لري، دوي ته زراعت، انفارميشن ټيکنالوجي او د مصنوعي ذهانت پشمول جديد هنرونه وركوٶ، ځوانان زمونږ سباون او د راتلونكې سبا اميد دے٬ كه د دوي صلاحيتونه وكارولے شول نو معيشت په كلونو كښې نه په مياشتو بدلېدې شي۔ په دستوره كښې د پاكستان او چين ترمېنځه د اړيكو په اړه دستاوېزي فلم هم وښودلے شو چې پكښې د دواړو هېوادونو تجارتي، سفارتي او د ورورولۍ اړيكو د بېلا بېلو اړخونو احاطه وشوه۔











