اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ملاقات وكړو، په دې موقع د اطلاعات سېكرټري اشفاق احمد خلیل او پرنسپل انفارمېشن آفیسر (پی آئی او)مبشر حسن هم موجود ؤ ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې وفاقی وزیر عطاء الله تارړ په دې وروستيو كښې په اسلام آباد كښې …
د سېڼېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ملاقات ٬ د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس ډيجيټل البم وركړے شو
اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ملاقات وكړو، په دې موقع د اطلاعات سېكرټري اشفاق احمد خلیل او پرنسپل انفارمېشن آفیسر (پی آئی او)مبشر حسن هم موجود ؤ ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې وفاقی وزیر عطاء الله تارړ په دې وروستيو كښې په اسلام آباد كښې د شوي بېن الپارليماني سپيكرز كنفرنس (آئی اېس سي ) ډیجیټل البم د سېنېټ چيئرمېن ته وركړو۔ د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د كنفرنس په غوره ميډيا كورېج او مؤثر تشهير د وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د هغه د ټولې ډلې مننه وكړه۔ ده ووئيل د کنفرنس مثبت اثرات اوس په ښكاره توګه رامخې ته كيږي او په نړيواله كچه د پاكستان تشخص لا مضبوط شوے دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د بېن الپارلیماني سپیکرز کنفرنس مرکزي موضوع امن، سلامتيا او پرمختګ وه۔ د كنفرنس په اعلاميه كښې نړيوال امن ته د ودې وركولو ٬ د تلپاتي پرمختګ او د ملګرو ملتونو د اصولو په رڼا كښې د يو عادلانه او مستحكم نړيوال نظام رامخې ته كولو عزم پخلے وكړے شو۔ سید یوسف رضا ګیلانی د اطلاعات وزارت همكاري او پېشه ورې هڅې ستائېلو سره ووئيل اسلام آباد كښې بېن الپارلیمانی سپیکرز کنفرنس د سېنېټ آف پاکستان وكړو او د دې مشري ما پخپله وكړه۔ ده كنفرنس پارليماني سفارتكارۍ ته ودې وركولو كښې يو مهم سنګ ميل وګرځولو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په كنفرنس كښې ګردې نړۍ څخه د سپيكرانو او پارليمنټېرينز ګډون دا يو تاريخي او پرېكنده پېشرفت جوړ كړو چې ورسره د بېلو هېوادونو ترمينځه مكالمې ٬ مرستې او شريك باور ته وده ترلاسه شوه۔ وفاقی وزیر عطاء تارړ ووئيل د سپيكرز كنفرنس په كاميابۍ سره تابيا په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته شو۔ ده ووئيل د سېنېټ د چيئرمېن په مشرۍ كښې د پارليماني سفارتكارۍ دلارې بېل هېوادونه يو پلېټ فارم ته راجمع كړے شول او دا د پاكستان د خارجه او پارليماني تګلارې لويه كاميابي ده۔ د اطلاعات او خپرونو وزير ددې عزم څرګندونه وكړه چې دا وزارت به راروان وخت كښې هم په قامي او نړيواله كچه د پاكستان دريځ او كاميابۍ په مؤثر ډول رامخې ته كوي











