جکارتا۔19جنوری(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره د انډونېزيا د نوموړې وېكسين ساز كمپنۍ بایئو فارما مشر شادق اكاسيا ملاقات وكړو په كوم كښې چی د دواړو هېوادونو ترمينځه د وېكسين په څانګه كښې همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د صحت وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې سيد مصطفی كمال د پاكستان او انډونېزيا ترمينځه د وېكسين جوړولو په څانګه …
وفاقي وزير مصطفی كمال سره د انډونيشين ويكسين ساز كمپنۍ بائيو فارما مشر ملاقات ٬ د ويكسين په څانګه كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه
جکارتا۔19جنوری(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره د انډونېزيا د نوموړې وېكسين ساز كمپنۍ بایئو فارما مشر شادق اكاسيا ملاقات وكړو په كوم كښې چی د دواړو هېوادونو ترمينځه د وېكسين په څانګه كښې همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د صحت وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې سيد مصطفی كمال د پاكستان او انډونېزيا ترمينځه د وېكسين جوړولو په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې په اهميت زور راوړلو سره ووئيل دواړه ادارې د ټېکنالوجي ټرانسفر، د كار استعداد او اقدامات د لارې په ګډه كار كولې شي۔ ده ووئيل پاکستان د وېکسین جوړولو په څانګه كښې د انډونېزيا تجربو څخه استفاده كول غواړي۔ دواړو لارښودو د بائیو فارما اېنډ اېن آئي اېچ پاکستان ترمينځه د ټېكنالوجۍ منتقلۍ استعداد په زياتولو اتفاق وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان خپل وېکسین جوړولو له انډونیزيا سره نزدې او عملي مرسته كولو له خوښي لري٬ دې اقدام سره به پاكستان كښې په ځايي كچه وېكسين جوړولو ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې به همكاري لا مضبوطولې شي۔ ده ووئيل اولس ته د خوندي ٬ معياري او په وخت وېكسين باوري كولو له عزم لرؤ۔ ده زياته كړه چې په قامي كچه د وېكسين ضرورت ترسره كولو له اقدامات روان دي











