اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارليماني پلاوې به د جنورۍ 19 مې څخه تر 21 مې نېټې د چين درې ورځنۍ دوره كوي۔ دا دوره د چين د نېشنل پیپلز کانګریس (NPC) سټېنډنګ کمېټۍ چيئرمېن ژاؤ لیجی په خصوصي بلنه كولې شي۔ د قومي اسمبلۍ دوياند له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د پاكستاني پارليماني پلاوي كال 2026 …
د قومي اسمبلۍ په مشرۍ كښې پارليماني پلاوې به 19 جنورۍ څخه د چين 3 ورځنۍ دوره كوي
اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارليماني پلاوې به د جنورۍ 19 مې څخه تر 21 مې نېټې د چين درې ورځنۍ دوره كوي۔ دا دوره د چين د نېشنل پیپلز کانګریس (NPC) سټېنډنګ کمېټۍ چيئرمېن ژاؤ لیجی په خصوصي بلنه كولې شي۔ د قومي اسمبلۍ دوياند له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د پاكستاني پارليماني پلاوي كال 2026 كښې دا د چين اولنۍ سركاري دوره ده۔ دا دوره د پاكستان او چين ترمينځه د سفارتي اړيكو 75 مې سالګرې په موقع كيږي۔ په دې تاريخي موقع پاكستان او چين د روان كال په مهال په ګډه دستورې كولو سره د دې مهم سنګ ميل په زړه پوري ډول لمانځلو اتفاق كړے دے۔ پلاوې به د چين پارليماني او سياسي مشرتابه سره ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې پارليماني همكارۍ ته په وده وركولو او د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ په پارليماني پلاوي كښې ماحولياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ لپاره د وزيراعظم كوآرډينېټر او د پاك – چين فرېنډ شپ ګروپ كنوينر رومینه خورشید عالم، د قومي اسمبلۍ غړے نعمان، پارلیمانی سېکرټری زېب جعفر او د قومي اسمبلۍ غړے مولانا عبد الغفور حېدري شامل دے۔











