سپيكر سردار اياز صادق د قاري يوسف په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د جے يو آئي بټګرام پخواني امير او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي قاري يوسف په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده د ارواښاد كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل چې د قاري يوسف په حق رسېدل يو نه ترسره كېدونكے زيان او لويه …

اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د جے يو آئي بټګرام پخواني امير او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي قاري يوسف په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده د ارواښاد كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل چې د قاري يوسف په حق رسېدل يو نه ترسره كېدونكے زيان او لويه خفګاني پېښه ده٬ زه د غمجنې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يم۔ سپيكر سردار اياز صادق په اولسي خذماتو قاري يوسف ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره هغه لپاره د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه

مزید خبریں